کور / تازه خبرونه / لوګر : درې مياشتني ژمني كورسونه پېل شوه

لوګر : درې مياشتني ژمني كورسونه پېل شوه

دلوگر ولایت دمحمد آغى ولسوالى په لسو ښوونځيو كښي درې مياشتني ژمني كورسونه پيل شوه.

په نوموړي كورسونو كښي ۴۸۰۰ تنه زده كوونكي د۱۲۰ تنو نارينه او ښځينه ښوونكو لخوا دپوهنې تعليمي نصاب تدريس كيږي .

ديادوني وړده چي د نوموړي كورسونو مالي لګښت چى ۵۰ زره امريكايي ډالر كيږي ديوتن ملى سوداګر انجينر عبدالرحمن وطنوال لخوا تمويل كيږي او همدارنګه هر يو ښوونكي ته دمياشتي ۴۰۰۰ افغانۍ تنخوا وركول كيږي .

ياده دي وي چي دتير دريو كلونو راهيسي دلوګر ولايت په مركز او ولسواليو كښي دغه شانته ژمني كورسونه دياشوي سودا ګر لخوا جوړ او د استفادې وړ ګرځېدلي دي .

د ورته ژمني کورسونو جوړېدل د زده کوونکو پر استعداد مثبت اثر شيندي او تر څنګ يې زده کوونکي دا چانس هم ترلاسه کولائ سي چي پدغو درو مياشتو کښي د راتلونکي کال د مضامينو د ښه تمرين کولو څخه وروسته د سويې ازمووينه ورکړي او په کافي نمرو سره يوه ټولګۍ ارتفاع وکړي .