کور / تازه خبرونه / اروپايي ټولنې له پاکستان سره خواخوږي وښوده

اروپايي ټولنې له پاکستان سره خواخوږي وښوده

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې کترينا اشټون د پاکستان وروستى ځان وژونکى بريد وغانده چې له کبله يې نژدې نوي کسان ووژل شول.

د اروپايي ټولنې دې مهمې چارواکې چې په برسلز کې يې په اړه خبرې کولې وويل، په لکي مروت کې دغه چاودنه د پاکستان د ولس په وړاندې د تاوتريخوالي يوه بېشرمانه پېښه وه.

هغې وويل اروپايي ټولنه به د ټروريزم په وړاندې په مبارزه کې د پاکستان پوره مرسته کوي.