له ۲۴ وزيرانو څخه يوازي ( 6 + رهين ) بريالي شول 
د ولسمشر حامد کرزي لخوا وړاندې شوې کابینې څخه یوازې اوه تنه وتوانیدل چې د تاييد رایې وګټي او پاتې نور ټول اولس کاندید وزیران ونه توانیدل .
لمړي اوه کسان توانیدلی چې د تایید رایه وګټي یا په بله وینا د بریالیتوب رایه یو سل اولس تاید وه چې اولسو کاندید وزیرانو ونشوای کړای دا رایه پوره کړي .
له هر کاندی سره لیکل شوې رایه د تایید رایه ده :
دفاع وزارت ته کاندید ستر جنرال عبدالرحیم وردک 124
د کورنیو چارو وزارت ته کاندید حنیف اتمر 147
د مالېې وزارت ته کاندید حضرت عمر زاخېلوال 141
د کرنې وزارت ته کاندید محمد اصف رحیمي 147
د پوهنې وزارت ته کاندید غلام فاروق وردک 155
د کان او معادنو وزارت ته کاندید وحید الله شهراني 140
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته کاندید مخدوم رهین 120
پاتې اولس کسه نه دي توانیدلي چې د تایید رایه وګټي
د اقتصاد وزارت ته کاندید انوارالحق احدي 90
د عدلېې وزارت ته کاندید سرور دانش 96
د برېښنا او اوبو وزیر اسماعیل خان 111
د حج او اوقافو وزارت ته کاندید عنایت الله بلیغ 108
د فوایدې عامې وزارت ته کاندید میرزا حسین عبدالهی 33
روغتیا وزارت ته کاندید امین فاطمي 102
لوړو زده کړو وزارت ته کاندید عبید الله عبید 94
د مخابراتو وزارت ته کاندید امیرزی سنګین 92
د سوداګرۍ وزارت ته کاندید غلام محمد ایلاقي 76
د کلیو پراختیا وزارت ته کاندید ویس احمد برمک90
د ترانسپورت وزارت ته کاندید بتاش 82
د کار او امور اجتماعي وزارت ته کاندید اسماعیل منشي 39
سرحدات او قبایلو وزارت ته کاندید سید حامد ګیلاني70
له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت ته کاندید جنرال خدایداد 36
د ښاري پاختیا وزارت ته کاندید محمد یوسف پښتون 88
د ښځو چارو وزارت کاندیده حسن بانو غصنفر 115
د کډوالو د چارو وزارت ته کاندید وزیر 82