کور / تازه خبرونه / کندوز : ملي اردو د وسلوالو نه چاوديدونکي توکي نيولي دي

کندوز : ملي اردو د وسلوالو نه چاوديدونکي توکي نيولي دي

تيره ورځ دماسپيښين نه وروسته دکندوز ښار دامني په قومانداني کې ددغه ولايت دامنيتي مسوولينو له لورې ژورنالستانو ته دتيرې ورځې دجګړې په پاي کې يولړچاوديدونکې توکې وښودل شول چې تيره ورځ ېې دارچې په ولسوالې کې دوسلوالوطالبانو سره دجګړي نه وروسته نيولې وو.

د ملې اردو يوتن قوماندان ډګروال عبدالوکيل احساس وويل (( چې دارچې په عملياتوکې يي چې دسپيشل فروس ،ملي اردو اوملې پوليسو پرمټ يي ترسره کړي ( ١٨) وسلوال طالبان وژلې دي او(١٩) ئي ټپيان کړي دي هغه داهم وويل چې په دغوعملياتوکې ئي څلورتنه لوي سرګوپان هم نيولې دي خو هغه يي ژورنالستانو ته ونه ښودل همداراز هغه زياته کړه چې ددغو عملياتوپه لړکې (٢) ميله پيکه ،(٢) ميله راکټ انداز ، (٢) ميله چريېز ټوپک ، (١٠) حلقې دپرسونل ضدماينونه ، (٢٠) ميله کلاشينکوفونه يورنجر موټرچې دمخه وسلوالوطالبانو نيولې وو ، (١٠) عدده موټرسائکلونه اويوميل (٨٢) توپ ئي نيولې دي )) نوموړي وويل چې په دغو نښتوکې يو(١٨) کلن ملکې کس هم ټپې شوي دي چې دټپې روغتيائي حالت دانديښنې وړنه دي خوځائي وکړې بيا دډيروکسانو دټپې کيدلو خبرورکوي.

احساس زياته کړه چې دغه ډول عمليات ئي ددي دمخه په مرکزې بغلان او ګورتيپه کې هم ترسره کړي چې دهغه پروينا پايلې ئي مثبتې وي

خوله بلې خوا ذبيح الله مجاهد چې ځان دوسلوالو طالبانو وياند معرفې کوي رسنيو ته ويلې دي چې دامام صاحب اوارچې دملاقولې په نښتوکې ئي دبهرنيوځواکونو (٩) ټانکونه له منځه وړي چې په کې (٦) سپروته ئي مرګ ژوبله اړولې ده ددي ترڅنګ دهغه په وينا (٢) رنجرموټران ئي دتاشګذراوشورشيانو په سېمه کې له منځه وړي دي .

خوپه دغه ولايت کې تل په نښتوکې ښکيلې ډلې يوبل ته دمرګ ژوبلې ادعاوي کوي .