کور / شعر / اشعار

اشعار







غزل


ولوله ( لالهاند )


بـيګا لـكـه چـې سـترگـې جـنـگـول دې زده كـول
د مـيـنـې پـه زانـگـو كـې زنـگـيـدل دې زده كـول


سهار نـه تـر ماښام دې نـن بـل كار لكه چې نه وْ
زمــا  پــه  مــــــيـن  زړه  راوريـــدل  دې  زده كـول


ايـله بيله چې ته د ځان بايـلـلو ته تيار شوې
زړگـيـه !  لـه  سـيـنـې  نـه  الـوتـل  دې  زده كــول


ريښتيا ووايه څنګه په ما خوار دې مينه راغله؟
كـه  هـسـې  د سـاده زړه  غـولـول  دې  زده كـول


ژړا  ســره  بـلـد  د ولولې  زهـــــيـر  زړگـــــــيه !
د چـا لـه تـنـكـو شـونـډو خـنـدېدل دې زده كـول


 


مینه


داود لټون


مینه مې په سترګو او په زړه کړله
ځوانی مي راته بنده خپله خوله کړله


کله به چې یار راته کاته کول
 زړه به مي دماغ باندې حمله کړله


 یو ښکلي شان نظر د خپل جانان به
 د زړه کور کې راته جوړه زلزله کړله


 تل به مي حیا په محبت کې کړه
 یار به رانیږدې شو ترینه مابه فاصله کړله


 تصمیم به مي نیولو چې د میني ورته ووایم
 په میدان د دید نو به مي بدله فیصله کړله


 زړه خو مي په مینه ټول ورکړی و
 نورد طاقت نه وم چې په سربه مي شمله کړله


 نه وم داسې څوګ چې بدل شوي وا ی
 ما چي څه زده کړې په هغه مي عقیده کړله


 یار رباندي ګران د زړه له تله و
 ځکه مي غوښتنه د مشرانو په ورتله کړله


 دا چي زه بد قسمت خوارو غریب ومه
 لاړله لیلا یي په لوټمار باندي واده کړله


 مینه خرڅوي چې په پیسو باندې
 داسې واکدارانو رانه ورکه فرزانه کړله


 تورې تیارې راغلې په لټون باندې
 قسمت راځني بله ډیوه مړه کړله


 


محمد يوسف خدمتګار مزدورزوې

مالیار


لټوومه  ښکلا  حسن  سرګردان   یم


بې  وفا  د میني  نه  یم  د  جانان   یم


چیرې  خپل  ځان  لټوومه  پسې  ګر ځم


چیرې  سترګې  رنګوومه  ور رو ان  یم


تش  کالي  څټلئ  نه شم  کار مې نه  دئ


زه  د  ډکو  میخانو  خومار  پټان  یم


درندانو  په تش  جام  څه  غرض  نه  وي


مات  کنډول کې  مې دمیو  په  آرمان  یم


پتنګان  د  خالي  مومو  یا ران  نه  دي


په  رڼا شمع  له  میني  سوئ  ځان  یم


نهنګان  د سمندر  په  منځ  کې  خوښ  وي


زه  يي څاڅکئ  په  للمي ګلو  با ران   يم


کیمیا ګر  که  مې  سل ځله  تجز یه  کړي


زما  اصل  بد لیدئٌ  نه شي  افغا ن  یم


خدمتګار  دبڼ  مالیار  تر  ژوندونه


بلبل  نه یم  چې په  مني  ترې  روان  یم


 


توره اوښکه


عادل اڅکزی / چمن




 


 
استعداده ؛ ستا د قتل بازار تود دی
په دې سيمه کي دکرکي روزګار تود دی
زوړ محل چي مي اباد کړلو په مينه
د وحشت باندي پر څه اوس يلغار تود دی
ذايقه او مېکده به څنګه ورکړي
چي په وينه د ساقي يې خمار تود دی
د قربت  د لاري  ور  يې  ورتړمه
د چا زړۀ چي تل  د بل په ازار تود دی
د سړې افسانې وخت لمن کړه ټوله
حقيقت دی راختلی کردار تود دی
څه دي خيال دی د ړندو سترګو موريده؟
د تنکي پير په حلقه نن دربار تود دی
ستا د هجر تر بې شمېره ماښامونو
د وصال ښکلی منظر او سهار تود دی
له ذاهد څخه په پټه دا پوښتمه
پايزېبي شرنګ او که پړی د دار تود دی
د زخمونو خلې مي وازي ستا ثنا ته
دي نيولي په دې نيت چي انکار تود دی
د ضمير پر سپينه پاڼه سور تحرير مي
ازانګې پاشي غوږ و ته کشتيار تود دی
طرفدار چي د يوې خبري زه سوم
ځکه يؤ ياد مي پر زړۀ د نګار تود دی
نه دي عقل نه دي نکل ته محتاج يم
تش د ميني و نظر ته مي څار تود دی
دا سيالي نه ده عادله ؛ بدبختي ده
چي په وير کي دخپل ورور دي سيتار تود دی



 


دوطن درد


شاعر نورعلی شاه ځلبلاند – دعرب اماراتو دوبئ



درد دوطن به په ليمو کی نور هيڅ نه پټؤ
د لاس ماران به په بغلو کی نور هيڅ نه پټؤ


تر قيا مته به لا مو ږ د خپلو وير کی ژاړو
د زړګی چيغۍ په ځيګرو کی نور هيڅ نه پټؤ


څنګه دردونه څه غمونه څه ژړا وی دي دا
مرګيه وام دي په سرو کی نور هيڅ نه پټؤ


نه په زارو نه په خوارو نه په سلګو می شوی خپل
ژونده مرغه دی قفسو کی نور هيڅ نه پټؤ


که می څوک سر که می ځيګر که می بدن ټوټه کی
اذاد ژوندون به په تيارو کی نور هيڅ نه پټؤ


زما دوطن په ننګ ناموس با ندی چه لوبي کی څوک
مړی به زموږ په هديرو کی نور هيڅ نه پټؤ


د ځلبلا ند دغه ناره ده و افغان ولس ته
قلم کتاب به جيلخانو کی نور هيڅ نه پټؤ


 


 


 د غاړی هار يمه


حفيظ مليار


ګلو نه يم جوړه انار ګل د قندهار يمه
ستا د غاړی هار يمه
ګل يمه خوشبويه نارنج ګل د ننګرهار يمه
ستا دغاړی هار يمه

زما د اننګو په باغ کی څه ښايسته ګلونه دی
وړی می ډير زړونه دی
صرف يوی خندا ته می ځوانان په ارماونو دی
وړی می ډير زړونه دی
غيږه می ده خلاسه ستا د مينی خريدار يمه
ستا د غاړی هار يمه

زلفی می په ليچو باندی هر خوا غوړ ولی دی
ډير می زورولی دی
زلفی ښاماران دی عاشقان می پری چيچلی دی
ډير می زورولی دی
ای بيوفا مکړه جفا تاته اتظار يمه
ستا د غاړی هار يمه

سترګو ته می ګوری نيشه يي دی څه خمار لری
غم حفيظ مليار لري
جوړی پيمانی دی ميکدو کی خريدار لری
غم حفيظ مليار لری
د بنکو کنډولی دی د ساقی د لاس سينکار يمه
ستا دغاړی هار يمه


 


شعر


شیرین اغا جهانګیر – رباط سنګی هرات


یوه چغه کول غواړي یوآواز کول په کار دی
د خدای په لور اسمان خواته پر واز کول په کار دی


د خدای په کور کې ویر کوو فریاد کوو ژړېږو
ضرور به د ادم د بچو یاد کوو ژړېږو


تصویر ورته د بم او د لمبو مخې ته ږدو
ټوټې ورته د ښار د آینو مخې ته ږدو


واړه واړه لاسونه د کوچنیانو وړو په جب کې
کیسې د بدرنګۍ د انسانانو وړو په جب کې


د نیمې شپې د ډزو او د بم ورته وایو
په کور کور کې د ویر فریاد او غم ورته وایو


۳۱-۱۲-۲۰۰۹


 



اوسنی زلمی


نــن سـبا زلمـی د جـینـکو پــه شانــتی شــــوی دی
دخــولی په څـای شــنه او سره زړوکی په سر کړی دی


شــونـډی یی ښایسـته د ګلالی په شان رنـگ کــړی دی
زلفی یی اوس هم د مور او خور په شان سری کړی دی


مخــکې یــی لاکــت به ګرڅــاوه په تور گـــردن بانــدی
اوس یـی په لیــچو د خــپلي خور بنــګړی ټونــبلی دی


خــبری او اتــری خو یــی وی د مور او خور په شــان
اوس یـی پـه جامــو بانــدی دوی هم پاولـی وهـلی دی


لــګه مـوده وروستــه بـه ودونــه کـیً بو بـل ســـره
بیا بــه د لمســی پــسی د نــیا سـترګــی وتلـی وی


ورکــي که مومــنـده د زلــمو راتــه څــه مه وایـــه
نن سبا زلمی او پیغلی دواړه یو شان شـــوی دی


ل. مومند


نوټ: زه شاعر نه یم او نه کوم ادیب یم. زما په زړه یو شعر راغی او قلم رانه واخست. تاسو ته یی ډالی کوم. که کومه غلطی لری. امید دی چی تاسوبه یی اصلاح کړی. او که د نشریدو وړ وو نو هیله لرم چی نشر به یی هم کۍ.
 مننه


 


وکیل ته !


ل. مومند


ریًــســه کابــیـنه دی معــرفــی کـــړه پـارلـــمان تــه
وکــیل دی د شلــغــمــو په تول خرڅ کړلـو ایران تـه


وکـــیـــله د ملـــت ســـره دی غــــټه جـــفا اوکـــړه
رد شوی کس دی راوست د ایران په خوله میـدان ته


ته بـــیا هــم د اولـــس نــه بــه د رای توقـــع کـــړی
والله کي رایــی واخلی چی بــیا راشی پارلــمان تـه


وکـــیـــلـــه مـــا خـــو ډیــــر هوښــــیـار ګـــــڼـــلی
ته ولی بیوقوف شوی چی اوس بد وایی خپل څان ته


مــومــنــده مــلا د اوتــړه راتلــونکــی بدبــخـتی تـه
رحــیـــن چـــی د وزیــر کــړ د بــیـــانــو آذادی تــه


 


یک محمد ولاړ


خوندور



د بنو غونډه وه د اصلي مور په ضد حیله اوچل
بیا سر په سر په درغلي دټاکنوکار دی خوندور
دلته د تښتیدولو زورمټو لوټ ،ولجه اوچور
بډې اخېستل ،ټګي او د ګواښ کار دی خوندور
د هیواد د تجزيې، ټوک ټوک او وېښلو لپاره
دمکار د فدرالیږم دننه تور شعار دی خوندور
 په کابل کې دهلمندد مهاجرو ستري وتري ژوند
د تخارپر پښتنو پر خپله مځکه ناتار دی خوندور
د دغلو بازار ، مړ ښاروال، لبغړی دولت
 ناکاره شورا ، ډارنه قضا، مشر غدار دی خوندور
دلته د بیشرمه ګاونډ ، دود، فرهنګ او ژبې لپاره
د مشراکت په نوم د رهین دوباره اختیار دی خوندور
معامله ګره وکیلان د تنظیمونو استازی وزیرا ن
دسولې او دیموکرسي په نامه د خنجروار دی خوندور
دولس دپرتوګ ورږه د بوټ میخ د وږی ماشوم شور
د ړانده ایتلاف کلک نیول دهغو د کاڼو وار دی خوندور
دلته ټک ټک د پوروړی او بې مخه کرایه دار
تنخواه په اوغانی کرایه په اسعاردی خوندور
د سرغن متل لوی واره انځورونه ښکاري هرخواته
دهغه د انځور، نوم، اوپکول اعتبار دی خوندور
په کتنځيو، روغتونو کې د ډاکټرانو سنګر
د تیلو او ګازوځانګړی انحصار دی خوندور
د ارګ پر غاب وډلي رومیان او ټيپران
ناهله، بې څټه، ګوداګي وزیرانوبار دی خوندور
دلته د څلوېښتو هیوادو جنګیالي راغلي
د هغو ارتون په بهراو دننه په باګرام دی خوندور
دماشومانو په سپو داړل اود بې ګناوښځو وژل
د القایده په نامه د ولس بمبار دی خوندور
دلته سرزوري ده دلته بې عدالتي ده ځکه
دلته د ډارن مشر خپ خپ رفتار دی خوندور
دلته په خوند کي خوند دی خوندپه خوند
یوازی ټوپکمارو اوپردو ته دا مدار دی خوندور
کمیسون پر کمیسون کمیسون او کمیسون
درواغ پر درواغو د درواغو باربار دی خوندور
د جنګسالارو، جانیانو د بل کلتور ملاتړ مشر
د ازموده بیا ازمایلو تاریخ تکرار دی خوندور