میدان وردګ : ملي امنيت چاودېدونکي مواد کشف کړل

د لراوبر اداره | جنوري 4th, 2010


دمیدان وردګ ولایت دملي امنیت مسولینو یو شمیر چاودیدونکي مواد کشف او ترلاسه کړه .

دمیدان وردګ ولایت د ملي امنیت مسولینو د مرغومې په ۱۳ مه دجلریز ولسوالۍ په مربوطاتوکې یوشمېر چاودیدونکي توکیې چې د تخریبي اعمالو په موخه ځای پرځای شوې وو کشف او ددې ریاست ته یوړل شول .

دملي امنیت مسولینو په ویناء په دجلریز ولسوالۍ په کلي کې وسلوالو مخالفینو دایساف او ملي اردو په مرکزونو باندې دفیر کولو په موخه درې بوجۍ چاودیدونکي مواد چې ۸۰ ګیلوګرامه وزن یې درلودو په یو مخصوص ځای کې ځای پرځای کړې وو، چې له نیکمرغه د قومي مشرانو په پرلپسې مرستو او ددې ریاست دکارکوونکو په نه ستړې کیدونکو هلوځلو کشف او ترلاسه کړل او د راتلوونکو ورانیوو مخه یې ونیوله.

دیوبل خبر له مخې دملي امنيت رياست موظفينو په عملياتو کي چي دميدان وردگو په ولايت کې ترسره کړې وو درې فیره دلرې ویشتونکي توپ مرمۍ او د وسایطو ضد ماین چې ددغه ولايت د نرخ ولسوالۍ دحیات په سیمه کې ديوپله لاندي څاى پرځاى شوي وکشف اوشنډکړل. خو دپيښو په اړه څوک نه دي نیول شوې .

Copyright Larawbar 2007-2024