دوو ورځو كې به ولسي جرګې ته نور كانديدان وړاندي شي

34 | جنوري 3rd, 2010


ولسمشرحامدكرزي ته نژدې سرچينو ويلي چې ښايي په دوو ورځو كې به دهغو كانديد وزيرانو پرځاى چې پرون يې له ولسي جرګې څخه د باور راىي وانخيستې د ولسمشر كرزي لخوا نور وزيران ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي.
ولسمشرته يوې نژدې سرچينې وويل چې ښايي په دغو كانديدانو كې دا ځل نوې څېرې اوځيني پخواني وزيران شامل وي.
سرچينې ويلي، ښايي داځل لاندې كسان ولسي جرګې ته د باور د رايو لپاره وپېژندل شي:
• نيلاب مبارز
• تاج ايوب
• اديب فرهادي
• غرزى خواخوږى
• ناجيه طارق
• معصوم ستانكزى
• ودير ساپى
• توريالى ويسا
• انجنير يوسف پښتون
• احمدضيا مسعود
• صلاح الدين رباني
• غلام علي راسخ
• فاطمه ګيلاني

د لر او بر ويباڼي يادونه:
د دغسي ليستونو او نومونه خپرول سل په سل کي د باور وړ نه وي، خو دا چي د ولسمشرۍ په ماڼۍ کي پر بېلابېلو کسانو باندي د راتلونکو وزيرانو په توګه ډېر بحثونه کېږي، موږ يې هم د لوستونکو د معلوماتو په خاطر خپروو.

Copyright Larawbar 2007-2024