کور / هراړخیز / سپوږمۍ ښایي د استوګنځای جوړولو لپاره مناسبه وي

سپوږمۍ ښایي د استوګنځای جوړولو لپاره مناسبه وي

اخیستنه: د CNN د شبکې نه
ژباړونکی : عزیزالله محرابي

په سپوږمۍ کي یوه سمڅه ښایی چی د استوګنځایونو د جوړولو لپاره مناسبه وي

ساینس پوهان د سپوږمۍ پرمخ دداسي یوه سوري د موندلو راپور ورکوﺉ چي ښایي په سپوږمۍ کي د استوګنځایونو د جوړولو لپاره یو ښه نوماند وي.

د کيسې مهم ټکي
• ساینس پوهان په سپوږمۍ کي داسي یو سورﺉ موندلي دۍ چي ښایي د استوګنځایونو لپاره مناسب وي
• د (لاوا د ټیوب) موندنه د آمریکا د جیو فزیک د اتحادیې په مجله کي خپور شوي دۍ
• د لاوا ټیوبونه مخکي هم موندل شوي وه، مګر دا ټیوب د (لاوا په ډال) باندي ساتل شوي دۍ
• راپورونه داسي وایي چي دا پوښ، دغه سورﺉ له آسماني ډبرو او سختي تودوخي څخه ساتي
(CNN) – د اورشیند(آتشفشان) خولې یا د سپوږمۍ سیند ته نژدې د یوه کور جوړول ښايي چي ظاهرا ً ښه وبریښي، مګر پرسپوږمۍ باندي استوګن ښايي د ژوندي پاتي کېدو لاښه چانس ولري که چیري دوﺉ د سپوږمۍ په یوه سمڅه کي ژوند وکړي.
دا پیغام د هغه ساینس پوهانو لخوا خپور شوي دۍ چي وايي چی دوﺉ (دلاوا یو ټیوب) – یو ژور لوۍ سورﺉ — موندلۍ دۍ کوم چي ښايي په سپوږمۍ کي د یوه استوګنځاي یا پر سپوږمۍ باندي د یوه مرکز د جوړولو لپاره خورا مناسب دۍ.
د هغو موندنو پر بنسټ چي د آمریکا د جیو فزیک د اتحادیې د مجلې د جیوفزیکي موندنو په پاڼو کی خپرې شوي دي ،دغه عمودي سوري، چی د سپوږمۍ پر نژدې اړخ د (ماریوس)د اورشیندونکي غونډیو په سیمه کی موقعیت لري، ۲۱۳ فوټه پراخ دۍ او داسي تخمین کیږي چي څه د پاسه ۲۶۰ فوټه به ژور وي. تر دي لا مهمه خبره دا چي دا ساینس پوهان وايي چي دغه سوري د لاوا د یوې نرۍ پاڼي لخواد سپوږمۍ له سختی تودوخي او آسماني ډبرو څخه خوندي دۍ. مضمون زیاتوي چی دا خبره دغه سورﺉ د نورو څیړونو او یا ممکنه ژوند لپاره د یوه ښه نوماند په څیر وړاندی کوي.
د جونیچي هارویاما چي د جاپان د فضايي چارو په نماینده ګۍ(JAXA) کي مشر څیړوکی دۍ، په مشرتابه د ساینس پوهانو یو ټیم داسي وايي( د سپوږمۍ د لاوا ټیوبونه په بل الفعله توګه، د سپوږمۍ د راتلونکي مرکزونو چي یا خو د ځايي څیړنو او پرمختیا او یا هم د داسي یوې پوستي چي د سپوږمۍ نه هاخوا د څیړنو خدمت وکړي، لپاره ډیر مهم موقعیتونه دي)
(د لاوا هر روغ ټیوب کولاﺉ شي چي د سپوږمۍ د سطحي د سخت چاپیریال او دهغه د آسماني ډبرو د تصادم، د لوړي کچي د انرژۍ د وړانګو او د انرژي د کوچنیو ذراتو، او د تودوخی د ورځني سختو بدلونونو نه دیوه خوندی سرپټوني په څیر کار ورکړي.)
د لاوا ټیوبونه مخکي هم د سپوږمۍ پر مخ باندي موندل شوي وه، مګر ساینس پوهان وايي چی دا نوي سوري د یادونی وړ دي او هغه ددې لپاره چي د لاوا ډال لري او ددې لپاره چی و نړېدولو ته زیانمنونکۍ نه دي. د لاوا ټیوبونه پرمځکه باندي او هم په مریخ کي شتون لري. دغه د ګاز د ډبي ډوله سمڅي د لاوا د بهېدو، د اور شیندني له چاودنو، د زلزلیزو فعالیتونو اویا د آسماني ډبرو د راولویدو په نتیجه کي د نړېدلو له امله منځته راتلاي شي. ساینس پوهانو د جاپان د یوې سپوږمکۍ چی (سیلین) نومیږي د ډیرو روښانه او شفافه انځورونو څخه په ګټه اخیستنه سره دغه د سپوږمۍ د لاوا ټیوبونه کشف کړي دي. دغه موندني د نومبر په ۱۲مه نیټه باندي خپرې شوي دي، مګر د خلکو پام یې یوازي دا تیره اوونۍ ځانته را اړولۍ دۍ.
د راپورنو پر بنسټNASA (د هواي او فضايي چارو ملي اداره) تر ۲۰۲۰ پوري و سپوږمۍ ته د بیا ورتګ پر پروګرام باندی کار کوﺉ او غواړي چی د ستورو دپروګرام دیوې برخي په ډول تر ۲۰۲۵ کال پوري، پر سپوږمۍ باندي یو مؤقت استوګنځاي جوړ کړي. لیکن د پروګرام لپاره بودجه تر یو حده پوري تر پوښتني لاندی ده.
د آمریکا فضاي اداره د هغوي د نظر اخیستلو لپاره تر لاسه نه شوه.