کور / ترخې خبري / کرزی ځانمرګي اجباري کول غواړي

کرزی ځانمرګي اجباري کول غواړي

په افغانستان کي د بهرنيو ښکېلاکگرو نماينده چي ځان ته افغان او د افغانانو اولس مشروايي غواړي چي په افغانستان کي پر هر عاقل او بالغ نارينه وگړي انتهاري يا خودکشي اجباري يا لازمي کړي. حامد کرزي د 2010 م مېلادي کال د جنورۍ په ۳ يمه نېټه په هلمند کي اعلان وکړی چي غواړي په افغانستان کي يو ځل بيا عسکري اجباري کړي. خو د افغانستان په اوسني حالت کي عسکري کول د خودکشۍ مانا لري.

افغانو مېندو ته د اجباري عسکرۍ زور د خلقيانو او پرچميانو په دوره کي ور معلوم سوی دی. که له يوې خوا د روس گوډاگي حکومت په کوڅو او بانډو کي ځوانان نه پرېښودل او په زوره به يې عسکرۍ او پدې توگه جنگ ته کشول نو له بلي خوا بعضو توپکمارو ډلو چي ځان ته يې جهادي ډلې ويلې او بعضي يې اوس پخپله د امريکې لخوا په منځ ته راغلي حکومت کي ونډه لري دغه ځوان عسکر ژوندي نيول او د نړۍ والو او اسلامي جنگي قوانينو پرضد يې د هغوی غاړي پرې کولې. افغان ځوانان دې ته اړباسل کېدل چي يا خو يوې خوا ته ولاړ شي او يا بلې خوا ته. هغه چا چي عسکري کول نه غوښتل مجبوره ؤ چي د حکومت پر ضد وسله واخلي او يا هم د هيواد څخه دباندي وتښتي.

د لوېديځه هيوادونو عسکر نور د کورني فشار له وجې په افغانستان کي زيات نه سي پاته کېدلای. اوباما له وړاندي له د افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو د پېل نېټه اعلان کړېده او د المان د دفاعي چارو وزير هم پدې لټه کي دی چي د خپلو عسکرو د ايستلو نېټه تعين کړي او په همدې راز بريتانويان. د لندن په کانفرانس کي به د المان د بهرنيو چارو وزير گيډو ويسټه وېله پر دې خبره ټينگار وکړي چي افغان حکومت په روان مېلادي کال کي لا د خپل هيواد د بعضو سيمو کنټرول تر لاسه کول پېل کړي او قرار قرار بهرني ځواکونه د جنگ د صحنې څخه ليري سي. خو د يوه داسي افغان پوځ چي د مخاليفينو سره جگړه توده وساتلای سي لپاره زياتي پيسې پکار دي چي لوېديځه هيوادونه يې نور مصرفول نه غواړي. له بلي خوا دوی دې ته لېواله دي چي په افغانستان کي خپل گوډاگی حکومت ولري. لکه څنگه چي شوروي د افغانستان څخه د وتلو وروسته اول د ډاکټر نجيب حکومت او بيا روسيې د رباني حکومت د خپل غېر مستقيم ښکېلاک په توگه کارول، په همدې توگه اوس لوېديځه ښکېلاکگر غواړي چي په افغانستان کي هم د کرزي حکومت او يا هم د کرزي څخه وروسته د يو بل گوډاگي په مرسته د افغانستان پر خلکو حکومت وکړي. خو ددغو ناروا ارادو لپاره به افغان بچيان قرباني کيږي. دا چي تر اوسه پوري د مجبوريته او يا هم د لوږې د افغانستان په اردو کي ځوانانو خپل سرونه خاوري کول يوه خبره وه. خو دا چي اوس به دغه ځان وژنه اجباري کيږي نو د راتلونکو لسيزو د جگړې لپاره به افغان ځوانان جبرا د جگړې بارود کيږي او دغه يوه ډېره خطرناکه خبره ده.

زه پر ټولو افغانانو ږغ کوم چي د کرزي ددغه هوډ پر ضد دي ږغ پورته کړي چي په افغانستان کي عسکري اجباري کول غواړي. هر هغه افغان چي ددغه ناوړه تکل پر ضد خپل ږغ نه پورته کوي او ددې سره موافق دی نو په لومړي سر کي دي اول خپل زوی و ملي اردو ته ولېږدوي او تر کرزي، رباني، سياف، احدي، مخدون رهين، مارشال فهيم، استاذ عطا او رشيد دوستم او د هغوی تر واکدارۍ دي يې قربان کړي. او که يې خپل زوی نه پېرزو کيږي نو بايد چي د نورو افغانو بچيانو د جبري لېږد په وړاندي بايد خپل غبرگون وښيي، پر سړکونو راووزي او د کرزي او د بهرنيانو د دغه ناوړه تکل په وړاندي سوليزه احتجاجونه تر سره کړي. موږ بايد نور په افغانستان کي وجگړې ته د پای ټکی کښيږدو او نور خپل بچي تر ربانيانو، کرزيانو، ببرکانو، نجيبانو او دوستمانو قربان نه کړو.

کله چي د هيواد څخه ښکېلاکگر ووتل، سوله راغله او جگړه ختمه سوه نو بيا به د عسکرۍ پر اجباري کولو فکر کوؤ. خو د يوې سمبوليکه لويي جرگې او يا هم د اولس مشر يا پارليمان له لوري د جگړې په حالت کي عسکري اجباري کول د هيڅ افغان لپاره د منلو وړ خبره نده. که بيا هم دغه کار وسي نو د حکومت پر ضد به د وسله والو مخاليفينو شمېر لا هم زيات سي او د افغانستان جگړه به لا خونړۍ او لا ناولې سي چي زموږ د هيواد يو بل نسل به وخوري او ښايي په ترځ کي يې د افغانستان تماميت له گواښ سره مخامخ سي.

د جنورۍ 3 يمه نېټه 2010 م کال

تبصره نسته

  1. د کرزی صاحب دهلمند څخه لیدنه- اسلام علیکم: دکرزی صاحب دی کور ودان وی چه په هرو دری یا دوه یاکالو کی مو یو ځل پوشتنه کوی . خو دده پوښتنه هم عجیبه ده کله چه راځی نو د هلمند ټولی کوڅی او لاری د خلکو پرمخ وتری او پولیس پوه کری شوی وی چه د ښار په لوری به هڅوک نه پریژدی سم خلک خوپریژده ښځی او ناروغان هم د ښار پر لور بند وي او که ورسره تنیګ شې نو بد رد هم درته وايي . په احترام

  2. که کرزی رشتيا هم دا کار وکړي نو به د اڅکزي صېب په وينا په ټولو «ربانيانو، کرزيانو، ببرکانو، نجيبانو او دوستمانو » او شاه شجاعگانو کي اول نمره سي. گرچه اوس يې لا د افغانستان تر ټولو د بدې څهرې لقب گټلی خو که يې دا کارهم وکړی نو به ښايي تر ابد د پښتنو ابليس وگرځي.

  3. دا د كرزي د وس خبره نه ده ځكه چه د لوړي خوا دا هدايت ورته سوئ دئ او دی به ئي خوا مخوا مني كه ئي خوښه وي او كه ئي نه وي . د آزادۍ په هيله

  4. کرزى صاحب ايله چي اوس وپوهېدئ!
    نيژدې اته کاله دمخه چي د افغانستان څخه د طالبانو کمبله ټوله سوه، حامد کرزى د روزګان له غرونو څخه د امريکايي سپېشل فورس ځواکونو په هوايي مرسته او په روزګان کي د طالبانو څخه د ناراضي وسله والو په مرسته تر کندهاره راورسېدئ، په هماغه ورځ يې جنوب لوېديځي حوزې ته خاص ډول او پښتنو ځوانانو ته په عام ډول شا واړوله.
    د روزګان، هلمند او زابل خلګ چي د طالبانو څخه ستړي سوي وو، د حامد کرزي ملاتړ يې وکړ، هغه وخت په زرونو ځوانان دې ته تيار وو چي د حامد کرزي سره کابل ته ولاړ سي، د پوليسو او پوځ ليکو ته ورګډ سي، خو قومي مشران او د کرزي سره له روزګانه راغلي ناراضيان هغه وخت هک پک سول، چي کرزي د کندهار په ولايت مقام کي د قومي مشرانو په غونډه کي کابل ته د يوازي تګ اعلان وکړ او کابل ته يې د پښتنو ځوانانو د تګ سره مخالفت وکړ.
    د شمالي ټلوالي ايله جاريان چي د طالبانو له بېري د تخار په خواجه غار ننوتلي وو ، د بن له تړون څخه يې سرغړونه وکړه او کابل ته ننوتل، هلته يې ډېر پښتانه د طالب، تروريست او القاعده په نامه تر تېغ تېر کړل.
    قومي مشرانو چي د کابل له وضعي خبر درلودئ، حامدکرزي ته وويل چي کابل ته لږ تر لږه ١٥٠٠ پښتانه ځوانان د ځان د ساتني دپاره ورسره بوزي، خو دا چي د کرزي امريکايي دوستانو هغه ته د دې کار نه د کولو امر کړئ وو، ځکه خو کرزي هم د قومي مشرانو مشورې ته غوږ ونه نيوئ او د روزګان د غرونو ملګري يې په کندهار کي بې سرنويشته پرېښودل.
    د پښتنو بېړۍ خو هغه مهال غرقه سوه، چي طالبانو په لوګر قومندان عبدالحق وواژه او بيا يې په ناڅاپي توګه کابل شمالي ټولوالي ته پرېښاوه او کرزي کاکو د کندهار څخه کابل ته د پښتنو ځوانانو د تګ مخنيوى وکړ.
    دا درې پېښو ته هغه مهال د يوه تصادف په سترګه کتل کېدل خو دا د پښتنو د دښمنانو يوه جوړه سوې توطيه وه چي په طالبانو، کرزي او شمالي ټلوالي يې عملي کړه.
    که کرزي هغه مهال د پښتنو ځوانان کابل ته ورسره بېولي واى، شک نسته چي په دفاع وزارت او کورنيو چارو وزارت او استخباراتو کي به د شمالي ټلوالي د بې انډوله واک مخه نيول سوې واى او کرزى به نن نه اړ کېدلاى چي پښتنو ته د ملي پوځ او پوليسو د ورتګ په خاطر زارۍ وکړي.
    نه به د روزګان، هلمند، کندهار او زابل ډېرى پښتانه ځوانان بيرته د طالبانو ليکو ته ورماتېدلاى، ځکه د کرزي پوځ، استخباراتو او پوليسو خو پښتانه تروريستان او القاعده معرفي کول، بمبارۍ يې پر کولې، بنديانول يې چي تر اوسه هم دا لړۍ روانه ده، نو ځکه هغوى مجبوراً د حکومت څخه د مايوسۍ او له امريکايانو او شمالي ټلوالي څخه د غچ اخيستلو په نيت د طالبانو ليکو ته ورګډ سول او لا ورګډېږي. خو اوس د کرزي کار تر کار تېر دئ، نه يې طالبان د سولي وړانديز مني او نه هم پښتانه د پوليسو او پوځ ليکو ته د تګ لېوالتيا لري.

  5. karzai spai che har cherta zi obama parari pa ke achwalai wi.zamong da pakhtano lio dushman karzai da .da de amerike zio dai da de afghan zio hez kala ki dai nashi .karzai zamong de tando dagh sho.de amerike ghulam de shamali ghulam spai

  6. za pa khpala na pohegam che da de German Passport khawandan pa koom dalil ao stargo domra garme garme khabare kawi,Wali Janna taso pa khpala pa Germany ke zwand kawai ao khpala afghani ao pashtana wina mo pa Joosh rawasti!Pashtana ba de hamesh depara Ghlaman aw watan ploroonki pate shi che da Taraki mrdar khoor na niwali tar karzi poore,pashto aw watanpali pa khabaro nakezi balke pa amal ao qurbani kegi,larsha kabul jann ta ao halta mzahere wakre na da che de khalkoo pa ahsasato da internet pa waseta loobe kawai!
    pa darnawi!!!!!!!!!!!

  7. grana wroura Mahmud jana zma salamuna de Laghmana wmana zmug po pokhto ki matal de de lamdou ba sh lamdh she karzi koum kidmat pakhtono ta kli de no bayat tol pokhtana plarouna khpoul zaman askare to wnh ligi de ja lpara marg zh ham de najibula po reyasat jamhoure ki sarteri woum aw khpola 3 kala omour mi abas ter klo alla ra bande rahm wklo aw russi ta ragloum aw lh haga zaya amreki ta ra wrasidoum aw dlta khar kawoum loukhi minzuoum zahmat basoum aw po de wyaloum ji shog rata nh wai ji zama plar dostan de washli de alla de tolo afghanano ta khir pikh kli.

  8. ای دوخت فرعونه خپل هامان چاته پریږ دې
    دا دپرون ګران دنن ارزان چاته پریږدې

    ولی د وتو خبرې داسی په ښکاره کوې
    تاته په سجدو ستا بندګان چاته پریږدې

    را دی ووړ څوورځو ریاست ته چي په غېږه کې
    دا دبل په زور جوړ شوی خان چاته پریږدې

    تاچي د موسی مقابلې ته راټول کړي وو
    هغه جاه طلبه ساحران چاته پریږدې

    چاچي دین وطن ستا له غوښتنو نه قربان کړلو
    دواړې یې خطا شوې دا خواران چاته پریږدې

    چا چی دغازی مډال دا ستا په ټټر ایښی وو
    هغه میلمه پاله میزبان چا ته پریږدې

    هیرې یې چی ټولې قربانۍ کړې ستا په مینه کی
    دا دخیال څیرې او دا پوهان چاته پریږدې

    دا چی خپل فرهنګ یې دفرنګ ترنامه ځارکړلو
    دغه دغربی پاپ مریدان چاته پریږدې

    څوک چی ستا په هیله هم له ننګ هم له حیا شو تیر
    هغه د ډالرو یتیمان چاته پریږدې

    دا چی ستا سورنا ته په نڅا دی تاته کارکوی
    دا دصلیبی باغچې ګلان چاته پریږدې

    زموږ مهاجرغولي ته دي ډیر لاسپوڅی راوړلو
    اوس یې شرمنده پرسپین میدان چاته پریږدې

  9. قدرمنه وروره کابل احمده،
    لومړۍ خبره داچي مسلماني، ضمير، افغانيت او پښتونواله د پاسپورټ سره تړاو نه لري او نه هم په هغه ځای پوري تړلي وي چيري چي څوک اوسيږي. داهغه خصلتونه دي چي که د لوی خدای لخوا چاته ورکول سوي وي نو په امريکه، جرمني او حتی په مريخ کي يې ساتلای سي. او که خدای څوک د ضمير او مسلمانۍ څخه بې برخي کړی وي نو که په افغانستان نه بلکه که حتی په سعودي عرب کي هم واوسي ښايي د ناروا څخه لاس وانه خلي. په خپله په کابل کي کوم بد او ناروا کارونه نه کيږي؟ او په همدې راز د افغانستان په کوم ولايت کي ناروا نسته؟
    که ته قدرمن ورور او نور څوک دا فکر کوئ چي که يو افغان د افغانستان څخه دباندي وتلي وي نو هغه به خامخا د انسانيت او مسلمانۍ څخه هم وتلي وي نو دغه يوه بې ځايه او ناروا خبره ده. هجرت د خاتم النبين حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم سنت دی. د مهاجرو په ستونزو يوازي خدای خبردی. او دا چي د هجرت څخه تر مخه او د هجرت څخه وروسته د کوم مهاجر څو کورني غړي شهيدان سوي او يا شکنجه سوي دي او يا هم پر دغه مهاجر څومره ستونزې راغلي خدای په خبر دی.
    موږ مهاجر که د مزدورۍ لپاره، د خپلې کورنۍ د نسونو ډکولو لپاره او يا هم د جنگ او جگړې له وجې د بهر تگ ته اړ ايستل سوي يو مانا دا نه چي موږ نور دا حق دلاسه ورکړی چي د افغانستان په هکله فکر وکړو او يا هم ژبي نه لرو.
    د ښاغلي اڅکزي په ليکنه کي هغه کومه ناروا يا درواغ خبره کړېده؟ هغه خو هر څه رشتيا ليکلي او د خپل قلم په مرسته يې د حق څخه دفاع کړې او ناحقه ته يې بد ويلي دي. او بل د هغه پرته احمدولي اڅکزی څه ورک سړی ندی. څومره هلي ځلي چي هغه د پښتو او پښتنو لپاره کړي ښايي ډيرو کمو خلکو کړي وي. هغه د پښتو 36 قاموسونه آنلاين کړي دي او لا په لگيا دی پرې کار کوي.
    نو گرانه وروره د باضميره خلکو پر ضمير شک مه کوه او نه هم د نورو خلکو توجه د اصلي موضوع څخه د اړولو کوښښ کوه.
    په مينه او درناوي

  10. تا دپښتون په نوم برباد کړو لوئ غدار کرزيه
    ای دايران دفاشيستانو خدمت ګار کرزيه

    له کندهاره تر اټکه دپښتون دښمنه
    تا پښتانه کړه له قدرت ځنې بيرون دښمنه

    دستميانو تاجکانو طرفدار کرزيه
    ای دايران دفاشيستانو خدمت ګار کرزيه

    تادپښتون شملې پرځای قره قلي رواج کړه
    تا داچپنه اغوستل ډيره ډولي رواج کړه

    داټول کارونه کړې په خوښه داغيار کرزيه
    ای دايران دفاشيستانو خدمت ګار کرزيه

    سياسی قدرت دې دی ورکړي تاجکانو لره
    دپښتنودې قاتل قام هزاره ګانو لره

    يو دې ښې لاس بل دې چپ لاس دی جفاکار کرزيه
    ای دايران دفاشيستانو خدمت ګار کرزيه

    لس کاله کېږی چې تا دلته امريکا راوستې
    پښتون کشئ پسې دې ټوله اروپا راوستې

    په ماشومانو او ودونو کړې ببمار کرزيه
    ای دايران دفاشيستانو خدمت ګار کرزيه

    هليکوپترې دي ټانکونه دي توپونه دلته
    زمونږه خلکوته يې راوړي دی مرګونه دلته

    له بې پيلوټه طيارو کوې ګوزار کرزيه
    ای دايران دفاشيستانو خدمت ګار کرزيه

    ته پښتنو جمهور ريس کړې بې وفا کرزيه
    خو تا ددوئ سره پوره وکړه جفا کرزيه

    کړي کونډې رنډې يتيمان درته ازار کرزيه

    ای دايران دفاشيستانو خدمت ګار کرزيه

  11. salamona
    kaqiqat wayal tarakha dee kho sa wakam zara me chawee ka haqiqat wana wayam , afghanistan 20 kala be nama be neshana be parhaga pata sawai woo kho kala chi per mong loy khodai mehrabana soo aw mong afghanan ayee da pakistani maleshee aw alqaida da panjo wa sataloo mong bayad melion waar da khodai shokar ada ko wosanai hokomat moshkilat laree kho da mana na chi da afghanistan pa seyasee halat bandee bad wo wa you ya khapal hokomat badnam koro zaka system aw hokomat hess wakhat na badlezee pacha aw kabina ba badala see kho pawoz aw police kho ham hagha seystem kho ham hagha dai no bayad chi hokomat ta darnawai woko aw par wosani qanoni aw demokaratic dawlat shokar wabaso kana tar dee ba bad wa weeno teer tarekh ta lag pam wakai
    wasalam

  12. grano wrouno gawloum ya sh wlikom dasi wail kige ji wakil shaheb kabir ranjbar weli di ji rahen ji di yaw bigaerat shali lh kha pishnihat sho aw makilano wrta raya warklh hamda bash de ji tasho wklah no tata da hajat nh wh li wai der kh shali de yara zama po watan Laghman ki dumra bi gayerata aw bi nanga shali ma nh wh lidli kajirta po rekhtya laghmani yast no zh ba lh laghman na ter shoum wali dumra japlousa yast zh ham de laghman im aw ta kh pishanam th de hizbi watan gli ih hamdumra bas di ji ta po haga watan ki pregdi khalok sharoum di da stamyano pr tasho sh wnh kll shtaso po hezb ki mazdag wakil azimi dostoum yar mohammad pr daktar shib band sh wkl marg ta e tayar klo da khabre ba pregdu zh ji po har majlsh ki kinoum no iftekhar khawoum ji de laghman na im wali mug khin watan froush pakhto froush nh larou zmoug yawBasharmal di yaw pachai shali de. dumra drta waim har shoug ji khpol gam gabila pregdi akhir nh lare wgora za aw sta watandaran yani Nasr shnga de shpi goundi mrdar sho Esmat Abdulla laghmani aw dasi nor agoubat sh shoul wali du laghman aw pakhto prekhoda aw panjsher ta wafadara shoul zma di panjshir aw shourae nizar shara sh di mata kha de khor shpi po pakhto khabre wkli lh harjana khagli di no po Laghmanyano ki yaw matal de ADI ADI ? gora da khalgo de russano po wagt ki jandan tashouta ikhtram nh laroulo aw bya tr nhna pore bya dasi bizaya defa de yaw fashest nh wnh kli. ka jirta genayat nh lari raza khabre ba shara wklo zh lhtolo khabro na khabar em di Najibulla po dawran ki po reyasat jomhore ki sarteri aw de hizbi watan glitoub ham laroum aw pikiman ham pre nh im aw de bazou kholko gonde de ja sifat ham nh khawoum ba ger lh paktona aw watana. aw kh hosh wlikom po laghmaniwaro no larawbar ba khapa shi ji kanzoul khawol di pakhtoun khar ndi AISHA? yam mara sharmandi kabirag

  13. كرزي لالا ته خير! – غلام خان چارديوال

    پرېږده چې دانور ورته دخرو غوندې ګمان وكړي
    پرېږده چې پټان خو په ډوډۍ پسې ارمان وكړي
    پرېږده چې په نهره باندې شپې يې ماشومان وكړي
    پرېږده چې ژبۍ يې شي په چاى اوپه غوړو پسې
    پرېږده چې كوڅه په كوڅه وګرځي په اوړو پسې
    پرېږده چې دې پښه په مټكوره ځمكه ښخه شي
    يه پټانه خوابه مې ايله درباندې يخه شي

    تاخوبه پټانه دخپل ورور مخالفت كاوه
    تا به په حجره اوپه جمات كې بغاوت كاوه
    كيوتې پټانه داځل سم خټوكې كيوتې
    ته خو ډيرزيات مست وې له څادره به دې پښې وتې

    څوك به دكرزي صيب له خدمت ځينې انكار وكړي
    داسې لوى غلاګانې معاملې به دچاپلار وكړي
    بيا يې تماشه كړه دنړۍ جيب ته چې لار وكړي

    تاته هيڅ شى نشته خودې نوروته هرڅه شته دى
    يه پټانه ژاړه په ژړاكې شرم نشته

    تاخو په يوه ګيډه كرزي صيب ته كمپين كاوه
    څه په دروغوسر وې هم دې لين هم به دې دين كاوه
    اوس ورته ټينګيږه كرزي بل سر ه وعده وكړه
    ستاسو په چوكۍ يې په تياره كې معامله وكړه
    افرين كرزيه اوس دې جوړه ډرامه كړله
    تادپټان ځمكه دپټان په وينوسره كړله
    تاچې ددوئ سيمه توروسروته حواله كړله
    بس ايله چې خوا دې په پټان غريب سړه كړله
    تا هم د پټان په نوم ګټلې پاچاهي ده
    هم دې له پټان سره بې شانه دښمني ده

    هره شيبه اورو دپټان په كاله جنګ دى
    تاته ګلخانه كې كنډولى ايښې دبنګ دى
    تاخو له پټان غريب نه اويستو پوستكى
    اى دتيمورشاه بابا لمسيه داته څه كى

    تاخو ويل چې داځلې زمونږه اقتدار به وي
    تا خوويل په تيښته تښتيدلى جنګسالار به وي
    تاخوويل چې داځل به كارونه وي روزګار به وي
    نواوس خوتا خپل خېل اوخپل بنډارحكم فرماكړ
    تاخوپرې داځل هم بيت المال تالاوالاكړ

    تاايله بيله پيشودوازدې څوكيداره كړه
    خدايګو ډيره زريې دمستوكټوې مرداره كړه
    څوك به دې پړ نه كړي درواغجنه په خبروكې
    خپله خيلخانه دې پټه كړې په ډالرو كې
    — ——–

    كرزى صيب ددې خبرو په ځواب كې وايي:

    كينه كړتوكينه ته شاعر يې خو ماهر نه يې
    ماغوندې چالاكه تش په توره سٌخنور نه يې
    دلته حكومت كول دټوقوكاروبار نه دى
    څوك وچې پاچا ددغه تخت واوغدار نه دى

    دلته دا اصول دي چې پاچاشوى كار به نه كوې
    دغه پټانان چې شو ماړه نو بيا به څه كوې
    دلته چې پاچاشوې دبدمعاش به ډير عزت كوې
    پير به پيربالا وي دحضرت صيب به صفت كوې
    غل كه نيول كيږي هغه دم به يې ضمانت كوى
    دلته به منتر اوپه جنتر كې حكومت كوې

    دلته كه حكومت كړې زورور ته ملكي وركړه
    هم ددې نهرو پټانانومشري وركړه
    دلته په نظام كې بدلوه رابدلوه خلك
    بس په تش نومونو غولوه راغولوه خلك
    نه به داوطن ګټې اونه به دا ولس ګټې
    شكر پرې اوباسه چې پنځه نه ګټې لس ګټې
    هغه خاينان ګڼه چې حق ددې وطن غواړي
    ژوند چاله ور نه كړې ، وركوه يې كه كفن غواړي
    دلته اداره مې داره نشته ملكي كوه
    وږي سپي پيدا كړه په كوڅوكې بدمعاشي كوه
    دلته چې ځان غواړي له بادار سره وروري كوه
    تل په دې خړمخو پټانانو بمباري كوه

    سټيج ته چې اودرېږې ددرغواعلانونه كړه
    ښه لفاظي زده كړه سترګكونه سلامونه كړه
    وايې به چې مونږه به وطن ګل ګلزاركړو
    ستاسو هر يو كس ته به پيدا دلته روزګاركړو
    مونږه به رښتينې ترقي دلته حاكمه كړو
    مونږه به دا جړه مشوړه بيرته سالمه كړو
    نو ژبه خو لمده ده بدلوه رابدلوه يې
    داخلك ساده دي غولوه راغولوه يې

    ——-
    پټان خان ته !

    تاخو به ويل چې داكرزى زموږ غمخوار دى
    وايه پټان خانه اوس دې حال څه دروزګار دى
    اوس چې په دوه نيم زره داوړو يوه بورۍ شوله
    ولې دې رنګ زيړ دې ولې وچه دې مرۍ شوله
    خوله دې په يوه ګوله ډوډۍ پسې شكرۍ شوله
    ستا سو دكرزي صيب غوا خو نن سبا كې لنګه ده
    وايه پټان خانه دګرانۍ اندازه څنګه ده

    ———-
    كرزي صيب ته !

    پټانان دي غولوه راغولوه يې
    بس حكومت دى چلوه راچلوه يې
    ستا په ډله كې چې څومره پيشكنډيان دي
    منفق نه شي بدلوه رابدلوه يې
    احتساب له پټانانوسره وكړه
    دغه نور ترې بچ كوه رابچ كوه يې
    ولس سم دستم ژرنده باندې دل كړه
    په والي صيب زغلوه را زغلوه يې
    ددوستم په شان نيكان خلك پيدا كړه
    فهيم خان دى ځلوه راځلوه يې
    له وطن نه دڅرمنو اسمان جوړكړه
    رٌعب اوداب دى غروه راغروه يې
    دډالرګټلو ښه ښكلې موقع ده
    هيروين دي چلوه راچلوه يې
    امريكې كه ډالر بند كړل ايران شته دى
    ورته څټ دى ګروه راګروه يې

  14. دکرزی داینده تاریخ به ځنګه لیکل کیږی یعنی

  15. دیرغلګروتروتوورسته به کرزی او خپله کابینه به ځونده وخت په افغانستان کی پاته سی ایاکال یا میاشت یاهفته که ځنګه ؟
    یعنی ترهغوبه دوی دمخه ونوزی له افغانستان ځخه ؟

  16. کرزی ته افغانان ولی افغانی وایي؟ پښتانه ولی پښتنون وایی؟زماپه اندکه څه ورته ځیرشوکیدای شی چی نوموړی دی یهودالاصل وی : نظرواعمالواواقوالوتیه