پوځ دوه طالبان وژلي، اته يې نيولي

د لراوبر اداره | جنوري 3rd, 2010


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي په زابل ولايت کي يې دوه طالبان وژلي او اته نور يې نيولي دي.

د دفاع وزارت وايي دغه عمليات پرون د زابل په ميزانه ولسوالي کي ترسره سوي دي، چي په ترڅ کي يې څو ميله درنې وسلې او شپږ کلاشينکوفونه هم د پوځيانو لاسته ورغلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024