کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانو سازشونه (۹)

عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانو سازشونه (۹)

مکمل غیر سیاسي : یوتاریخې په زړه پورې ناول .

زمونږ دهیواد ګوډ یتمور څوک دې ؟

عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه (۹)

اوس تاسې ددې تاریخې ناول نهمه برخه لولئ:

(۹)

***** ‍۱۴

درومیل په ولایت کې د علي شاه دخپل لښکر سره یو ځاې د پړاو کولو نژدې یوه میاشت تیره شوي وه . په دې وخت کې دهغه د لاس لاندې مخبرانو او جاسوسانو په اروپایي هیوادونو کې یو جال خپور کړې و اوهغوې علي پاشا د ټولو بدلیدونکو حالاتو څخه خبراوه ، او علي پاشا دا ټولو خبرونه تر سلطان بایزید پورې ورسول . تر اوسه چې په اروپاکې کوم بدلونونه راتلل هغه دا و چې : د سرویه دپادشاه لازار شا د وژل کیدو وروسته د هغه زوې سټیفن او لور یي ډسپنا هڅې پیل کړي و ې ، دواړو د اروپا د مختلفو هیوادنو په سفر وتلي و و او هغوې یې د مسلمانانو پر خلاف رالمسول ، په دې تر تیب سټیفن او ډسپنا په ډیره چټکتیا سره د مسلمانانو پر خلاف یو ستر لښکر را ټول کړې و تر څو د کساو په میدانو کې د خپل پلار د وژلو او خپلې ماتې بدل واخلي . علي پاشا ته دا خبرونه ټول رارسیدل. او بیا همدې دا ټول خبرونه تر سلطان بایزید پورې ور رسول. یوه ورځ علي پاشا په خپل آس باندې سپور شو او د خپل لښکر د پړاو په داخل کي یي څارونکې چکرواهه چې یو ناڅاپه په شرقي برخه کې ودرید. ځکه د شرقي برخې څخه څو اسپ سواره دهغه په لور په ډیره ګړندۍ توګه را روان وو. ددې سپرو په لیدلو سره سمدستي علي پاشا د خپل لښکر یوه برخه «تیارسئ» کړه . دا هغه ډله وه چې د لښکر د ساتنې دنده ور په غاړه وه . خو د علي پاشا اندیښنه ډیره ژر په خوشحالۍ باندي بدله شوه ، ځکه چې دغه راتلونکی پنځه ویشت سپاره و او کله چې هغوې را نژدې شول نو علي پاشا هغوې د خپل لباس څخه و پیژندل چې هغوې ترکان مسلمانان دي ،

د رانژدې کیدو سره سم سپاره و دریدل نو علي پاشا حیران پاته شو ځکه دهغې سپرو په مخکې دهغې مور قیرات او خور سریان را روانې وې ، علي پاشا دخپلې مور اوخور په کتلو سره ډیر زیات خوشحاله شو او منډه یي کړه خپلې مور ته ور غاړیوت او بیا یي خور په غیږ کې و نیوله . قیرات او سر یان هم د علي پاشا په کتلو د خوشحالۍ نه په کالیو کې نه ځایېدې ، او دهغه په کتلو سره سم د خپلو آسونو څخه را ښکته شوې . علي پاشا خپلې مور او خور ته په ډیره حیرانتیا سره کتل او بیا یی ورته وویل :

مورجانې ! خیریت خو دې ؟ ته او سر یان دلته زما پړاو ته د څه په خاطر راغلي یاست ؟ ایا تاسې ته هلته کوم تکلیف او یا مشکل پیدا شوي دي ؟

د علي پاشا ددې اندیښنېي په مقابل کې قیرات او سریان دواړه په خندا شوې او علي پاشا ته یي دهغه د پوښنې په ځواب کې وویل :

علي پاشا زویه ! مونږ ته به څه تکلیف او مشکل را مخته وي ؟ سلطان بایزیدیلدرم په مونږ دواړو مور اولور دومره پام کوي لکه څنګه چې یو پلار د خپلې لور او یو ورور د خپلې سکه خور . هغه زمونږ د احوال د معلومولو له پاره هره ورځ برهان الدین را استوي ، یوه ورځ ما په خبروخبرو کې برهان الدین ته وویل چې علي پاشا مې ډیر یادشوې دې او زړه مي غواړې چې یو ځل یی ووینم . برهان الدین زما د غوښتنې څخه سلطان بایزید یلدرم خبر کړې و، نوسلطان سمدستي دغه د ساتونکو ډله تیاره کړه او مونږ دواړه یی ستا لورې ته ر ا ولیږلو . دا ټول انتظام د سلطان بایزید له اړخه شوي و . زویه ! سلطان بایزید تاته سلام کاوه او برهان الدین هم ته ډیر ډیر یادولې ، هغه ستا د کار څخه ډیر زیات خوشحاله دې . زویه ! په جنګونو کې چې کومه میړانه تا ښوولې ده نو د هغې ټولې څخه زه او ستا خور خبریدو ، زویه ! زه ډاډ منه یم چې ته به دخپل پلار او دوو ورونو بدل واخستلې شې .

درنې مورجانې ! ته اندیښنه مه کوه ، قاتل چې هر چیرې ولاړ شي خو زما د انتقام څخه به خوندی پاته نه شي. دریونا پلار رستاک له ماسره ژمنه کړی ده چې هغه به د قاتلانو په اړه ماته معلوما ت راکوي ، هغه دا وعده هم کړي ده چې که چیرې زما د پلار او ورونو قاتلان دهغه خپل وریرونه هم وی ، بیا به هم ماته دهغوې د اوسیدو ځایونه را په ګوته کوی. زه هیله لرم چې رستاک به خپله ژمنه پوره کړي ، او کله چې داسې وشول نو مورجانې ! ته به واورې چې ما به قاتلان خپل انجام ته رسولي وي .

د علي پاشا په دې خبرو باندې قیرات او سریان دواړه ډیرې خوشحاله شوې ، قیرات غوښتل څه ووایي خو علي پاشا دهغې خبره غوڅه کړه او ویی ویل : مورجانې ! راځه چې خیمي ته ولاړ شو دلته په ولاړه ټولې خبرې خوند نه کوي ، بیا یی خپل نائب سالارته حکم وکړ چې د راغلیو ساتونکو د ډلې له پاره دخوراک څښا ک غم وکړی او په خپله د خپلې مور اوخور سره د خیمي په لور روان شو.

درې واړه یو بل ته مخ په مخ کیناستل . بیا قیرات علي پاشا ته مخ کړ او غوښتل یي ورته څه ووایي چې یو وسله وال ځوان خیمی ته را ننوت ، دهغه په لاسو کې د پیتلو یو پتنوس و اوپه هغې کې یي څه د څښلو له پاره راوړې و، هغه یې د علي پاشا تر مخه کیښود ، علي پاشا ته یی تعظیم وکړ او بیرته ووت . علي پاشا خپلې مور اوخور ته وکتل او ورته یي وویل :

مورجانې ! او زما ګراني کوچنۍ خورې ! اول دا شربت و څکۍ او بیا به نورې خبرې کوو.

دعلي پاشا د وینا په مطابق قیرات اوسریان دواړو ګیلاسونه را پورته کړل ، اوشربت یي و څښه ، اوبیا یي ګیلاسونه یوې خواته کیښودل او قیرات په خبرو پیل وکړ .

علي پاشا زویه !هغه سپرو چې زه او سریان یی دلته راوړو ، هغوې ویل چې تاسې د رومیل په ولایت کې پړاو کړې دې نوزویه ! ستا دورور ښځه نریوس او ریونا هم دلته د رومیل په ولایت ک ې چیرې اوسی . هغوې به ددې ځایه څومره لری وي ؟ ایا ته کله هم ور سره ګورې او که نه ؟

د قیرات ددې پوښتنې په مقابل کې د علي پاشا په مخ باندې خوښي را ښکاره شوه ،او بیایی خپلې مور ته وویلې:

مورجانې ! نریوس او ریونا دغه نزدې کلي کې اوسیږي ، له ما سره ډیر نزدې دی ، زه ډیروخت هلته ورځم اودهغوې سره وینم. دلته زما د پړاو تر یوې میاشتې زیات وخت وشو، په دې وخت کې ماڅو ځله دنریوس او ریونا سره کتلي دي . بلکه د ریونا پلار ، په خپله ریونا ، دریونا مور کیتهنا او نریوس هم څو ځله دلته زما خیمي ته راغلي دي او له ماسره پاته شوي دي . مورجانې ! نن شپه به ته او سریان دواړه همدلته زما په خیمه کې پاته کیږئ ، سبا سهار به زه تاسې له دې ځایه دهغوې سره دکتلو له پاره بوځم .

دعلي پاشا په دې خبره باندې قیرات د نفي سر و خوځاوه ، اوويي ویل :

نه علي پاشا ! زه ستا دا خبره نه منم . زه همدا اوس او په همدې وخت کې د نریوس سره کتل غواړم ،تا وویل چې هغوې همدلته نژدې دي . ته همدا اوس پورته شه او ما او سریان هلته د نریوس کور ته بوزه . مونږ به شپه هملته د نریوس سره یو ځاې کوو. بلکه زه خو وایم چې تر هغې چې زه اوسریان دلته له تاسره پاته کیږو نو زمونږ دا ټول وخت به د نریوس په کور کي وي ، زه غواړ م چې دخپل زوې د ښځې او دهغې د کوچنیانو سره څو ورځی پاته شم . په دې وخت کې به ته هملته د نریوس کره زما د کتلو له پاره راځي. زویه ! زه تر یوې اونۍ پورې دلته پاته کیږم. یوه اونۍ وروسته به زه او سریان دهمدې ساتونکو د ډلې سره بیرته بروصې ته ستنیږو.

په دې وخت کې علي پاشا په سوالیه سترګو خپلې خور سریان ته وکتل ، شاید چې هغه غوښتل سریان ته څه ووایی خو سریان پرې را مخته شوه او ورته یي وویلې :

وروره ! څه چې مور وویل همغه سهي دي ، زه پخپله د خپلې ورندار نریوس اودهغې د بچیانو هر یو کندام اوخیسار کتلو ته بې قراره یم . نووروره ! که ته ستومانتیا نه احساسوي نوما او مورمي سمدستي هغه لورې ته ورسوه . دمور خبره سهي ده ، مونږ دلته یوازي یوه اونۍ تم کیږو . اوس به مونږ او تاسو هملته د نریوس په کور کي له یوه بل سره وینو . او یوه اونۍ وروسته مونږ بیرته بروصې ته ستنیږو .

دخپلې مور اوخور د خبرو وروسته علي پاشا دخپله ځایه را پورته شو بیا یی وویل : تاسې مور اولور لږه شیبه دلته کینئ ، زه به دوه اسونه تیار کړم ، یو خپل او بل یو دمه خوړلې آس . ستاسې اسونه زما عسکرو هلته اخورته وړي دي ، هلته یی هغوې ته ګیاه او دانه اچولې تر څو دمه شی . دغه دوه اسونه چې زه یی اوس راوړم یو باندی به زه او په بل باندی به تاسې دواړه مور اولور سپاره شئ ، بیا به د نریوس دکور په لور ولاړشو. تاسې به هملته پاته شئ او زه به بیرته را ستون شم . ځکه چې د نریوس په کور کې د زیاتو ځناورو د دریدو ځاې نه شته . دهغوې سره یو اس و هغه یی هم و پلوره . اوس چې هغوې چیرې ځي را ځي نو د ریونا پلار رستاک ورته سپرلی تیاروي ، هغه ډیر نیک او رحم زړې انسان دي اود پخوا څخه د نریوس او دهغې دمور پربیسا ډیر پام ساتي . ددې خبرې سره سم علي پاشا دخپلې خیمي څخه را ووت .

لږه شیبه وروسته علي پاشا را ستون شو ،دوه اسونه یي د واګو څخه نیولي و. بیا یي دغه دواړه اسونو دخیمي نه بیرون و درول .اوخپلې مور او خور ته یی ورغږ کړ ، قیرات اوسریان هم دخیمي څخه را ووتلې ، په دغه وخت کې دسریان سره یوه ستره ټوکرۍ هم وه ، علي پاشا مخته ورغې او ټوکرۍ ترې را واخسته او دیوه اس د زین سره یی وتړله ، بیا یی په یوه آس باندې خپله مور اوخور سپاره کړل او په بله باندې په خپله کیناست ، او د نریوس او ریونا دکلي په لور سره یو ځاې روان شول .علي پاشا خپل نائب سالار د دې ټول پروګرام نه خبر کړ.

*****

کله چې علي پاشا د قیرات اوسریان سره یو ځاې د نریو س کورته ور ننوت ، نو هلته ریونا هم موجوده وه . څرنګه چې په دې وخت کې لمر د پریوتو په لور را پرزیدونکې و،نو په دې خاطر کوچنیانو د حویلۍ په انګړ کې د نریوس او ریونا سره یو ځاې په خپروشوو لمڅیو باندې ناست و اولوبي یی کولې . په دې وخت کې علي پاشا ددوو اسونو واګې په خپل لاس کي نیولې حویلۍ ته ور ننوت . ددې په کتلو سره نه یواځې نریوس ډیره زیاته خوشحاله شوه بلکه ریونا هم د خوشحالۍ نه ډکه وه . ریونا سمدستي د خپله ځایه را پورته شوه اودعلي پاشا د استقبا ل له پاره مخته راغله . خو هغه هغه وخت ډیره حیرانه شوه چې دعلي پاشا پسې وروسته یی د هغه مور قیرات او خور سریان د راتلو په حال کی وکتل .

دقیرات اوسریان په کتلو سره سم د ریونا په نازکو شونډو باندې ژوره خندا را څرګنده شوه، مخ یی د خوشحالۍ څخه وغوړید.ددې نوې حال نه داسې معلومیده لکه دهغې ورانه دنیاګۍ چې دخوشحالیو د سمندر څخه ډکه شوي وی ، ریونا په یوه تیزه منډه ورمنډه کړه او دقیرات نه یی غیږ چاپیر کړه

قیرات هم په خندا سره هغه په خپله غیږه کې و نیوله ، هغې د ریونا مخ او سترګې ښکل کړې ، دهغې پر سر یې د میني اومحبت لاس راښکود . ریونا د قیرات وروسته سریان ته ورغله او دهغې سره یې په غیږ روغبړ وکړ او ان تر دې چې سریان ته ښکته شوه او درنښت یې ورته وکړ.

بیا ریونا قیرات او سریان له ځانه سره یو ځاې مخکې یوړل ، ، تر دېوخته پورې علي پاشا خپل آسونه هلته په انګړ کې تړلی و او دوې ته بیرته را ستون شوې و . هغه لږ مخته ولاړ ، ریونا و دریده ، بیا نریوس په لور یې وکتل او ورته یې وویل :

نریوس خورې ! ددوې سره ووینه ، دا د علي پاشا مور او دغه بله یې خور ده . ددې وروسته ریونا د قیرات او سریان لورې ته وکتل او ورته یې وویل . دغه مخامخ نریوس ده . دا کوچنیان کندام اوخیسار دي . او دغه مشره ښځه د نریوس مور پر بیسا ده .

قیرات او سریان په کتلو سره ، څرګنده نه ده چې دکومو جذبو تر اغیز لاندې نریوس په ډکو سترګو او ډک زړه سره ، تر لږ ځنډه پورې په داسې حال کې چې شونډی یې رپیدې ، منډه کړه مخته ورغله او د قیرات سره په غیږ شوه ، ددې وروسته هغه د باروتو په څیر و چاودیده ، د قیرات په اوږه يي سر کیښود او په کوکو کوکو یې وژړل .

دنریوس ددې حال په کتلو سره قیرات هم د ژړا بند مات کړ ،د میړه مړینه او ددوه زامنو شهادت ورته مخته و درید . کله چې هغه د نریوس سره په غیږ وه او ژړل یې نو دهغوې د سترګو څخه لکه د اوبو بند چې مات شې داسې اوښکې را سر شوې وې.

دا حال د هر چا له پاره د اندیښنې او ژړا وړ او د زغم نه وتلي و . ریونا اوسریان هم دواړو د پخلنځي په دیوال تکیه کړې وه او په زوره زوره یې ژړا کوله ، علي پاشا سر ښکته کړې و او یوې لورې ته ولاړ و ، دهغه له سترګو اوښکې را بهیدې او په زمکه کې جذبیدې . پربیسا هم په لمڅې باندې ناسته ژړیدله او بیا را پورته شوه . کندام اوخیسار هم ددغه حالت نه اغیزمن شوې و او دواړو ژړل .

اخر قیرات نریوس د ژړا په حال کې له خپله ځانه جدا کړه ، دقیرات څخه د جدا کیدو وروسته نریوس په ډیر شفقت او محبت سره سریان په غیږ کې و نیوله روغبړ یې ورسره وکړ ، د رړه له اخلاصه یې ښکل کړه . په همدې وخت کې قیرات مخته ولاړه او د نریوس د مور پربیسا سره یې غاړه ورکړه . ریونا هم خپل ځان سنبال کړ اومنډه يي کړه د یوې خوني نه یې دوه لمڅې را وویستل . او د پخوانیو لمڅیو سره یې یو ځاې خپاره کړل . علي پاشا تر اوسه هم په خپل ځاې ولاړ و ، ریونا دهغه سره نژدې وه او په مړژواندې لهجي سره یې وویل چې :

علي پاشا! ته دلته ولي ولاړ یې ؟ را ځه کینه . ستا دداسې خفه ولاړتیا او اندیښنې او خفګان څخه به په نورو څه تیریږي ؟

علي پاشا هم خپل ځان سنبا ل کړ ، خپلې د غم اوښکې یې په خپل لسټوني وچې کړې ، بیا هغه هم په همغه لمڅې کیناست چې دهغه مور اوخور پرې ناست وو.

لږڅه وروسته بیا چپه چپتیا شوه . خو بیا قیرات نریوس مخ واړاوه او ورته یي وویل :.

نریوس لورې ! ستا د لیدولو ارمانجنه وم ، زما زوې علي پاشا اویا زما زوې مجدالدین به تاسو ته زما دکورنۍ ټول حالات ویلې وې . په دې سیمې کې تر هر څه لمړۍ زما خاوند شهید شو . او دهغې وروسته زما دوه ځوان زامن یو په بل پسې په دغه سور تنور کې له منځه ولاړ ل . اوس زما اخري زوې علي پاشا دې لورې ته راغلي دې . زه هر وخت د خپل خداې په وړاندې دده د بریا او موفقیت له پاره لاس په دعا یم . په دې خاطر چې دا زما د کور د انګړ اخري ګل دې .

تر دې خبرې وروسته قیرات یو ځل بیا ودریده ، د خپله ځایه پورته شوه ، بیا بیا یې کندام اوخیسار د لاسونو ونیول او په خپله غیږه کي یې کینول . تر ډیره یې دهغوې دواړو سره مینه کوله ، ښکل کول يي ، په زړه پورې یې نیول اوبیا یې هغه ستر ماشوم کندام ته وویل :

کندام زویه ! ته پوهیږی چې زه څوک یم ؟

د قیرات ددې پوښتنې په اسا س دکندام په څیره کې نرې غوندې مسکار را پیدا شوه ، هغه په دې وخت کې په سوالیه توګه خپلې مور نریوس ته وکتل بیا یې د قیرات مخ ته وکتل او ورته یې وویل :

ته زما د پلار مور اوزما نیا یې .

د کندام په دې ځواب باندې قیرات دومره خوشحاله شوه چې هغې بیچارګۍ یو ځل بیا په سلګیو کې کندام اوخیسار دواړه په خپله غیږه کې را تاو کړل ، بیا نو دا یو غمناکه او د اذیت نه ډکه صحنه وه . هغې وویل :

زما زامنو ! کندام اوخیسار ه ! تاسې زما د نسب د شجرې ګلان یاست ، زما زامنو! الله دې تاسې ته دومره اوږود عمر درکړې چې خلک ستاسې په دغه اوږود عمر باندي رشک وکړي . الله دې تاسې دومره نیک و ګرځوې چې خلک ستاسې د نیکۍ ستاینه وکړي .

تر دې ځایه د خبرو کولو وروسته قیرات چپ شوه، داسې معلومیده چې کوم څه ورته رایاد شوې وې . بیا دعلي پاشا په لور وکتل او ویې پوښتل :

علي پاشا ! هغه ټوکرۍ چې ما او سریان له ځانه سر ه راوړې وه هغه دې چیرې پرې ایښې ده ؟ علي پاشا سمدستي را پورته شو او ویې ویل : مورې ! هغه د آس له زینه سره ما تړلې ده ، همدا اوس به یې راپرانزم او را به یې وړم .

د هغه په دې خبره ریونا سمدستې له خپله ځایه پورته شوه اوعلي پاشا ته یې وکتل او ورته یې وویل :

علي پاشا ! ته کینه ، زه به د آس له زینه هغه ټوکرۍ راپرانیزم او را به یې وړم . ریونا را پورته شوه او په منډه هغې لورې ته ولاړه چې آسونه په کې تړل شوې ، د زین څخه یې هغه تړلۍ ټوکرۍ را پرانسته او را وړه یې او د قیرات تر مخه یې نژدې کیښوده . په دې وخت کې قیرات تر ډیره د هغې تر مخ ناستې نریوس په لور وکتل اوبیا یې هغه ټوکرۍ را واخسته او دنریوس په غیږ کې یې کیښوده .

نریوس ! زما لورې ، دا ټوکرۍ پرانیزه ، په دې کې مونږ ستاسې له پاره او ستا د اولادونو له پاره څه کالي او لباس راړوې . زما د لور ریونا له پاره هم په کې لباس شته ، دا څو ورځې زمونږ کور ته راغله او هلته له مونږه سر ه و اوسیده ، او اوس زه دا احساسوم چې دهغې دلته د راتلو څخه زمونږ دکور یو غړې د علي پاشا په څیر زمونږ دکور د انګړ څخه غیر حاضر دې او دی لورې ته راغلي ،نریوس لورې ! سامان ټول را وباسه ، په هغه کې څه نقدي هم شته ، او کالي هم ، زه به درته ووایم چې په هغې کې ستا او ستا دکوچنیانو کالي کوم دې او ستا دمور او ریونا کوم دې ؟

دهغې په دې خبره نریوس ټوکرۍ په لمڅې باندې چپه کړه بیا قیرات او سریان دواړو یو ځاې ټول کالي سره جدا جدا کړل ، سریان را پورته شوه او دریونا کالي یې دهغې په غیږ کې ور کیښول ، ریونا تر یوې لمحې پورې هغه کالي ښکته پورته کول او ورته یې کتل، دهغې پر مخ باندې د خوشحالۍ اومسکا لیکي راپیدا شوې وې . شاید چې هغې ته دا کالي ډیر خوښ و. بیا یې د قیرات په لور وکتل او ورته یې وویل :

اې مورې ! تا ولې دومره تکلیف او زحمت ویستلې ؟ څرنګه چې ما په بروصه کې تاته مور ویلې او دمور غږ مې درته کاوه ، نو په دې خاطر اوس هم درته د مور په نامه غږ کوم . دا خو ډیر ښه رخت دې ،او زما تر ټولو ډیر زیات خوښ . اوبیا تاسو پوهیږئ چې که تاسې ماته هیڅ هم را نه کړئ بیا به هم زه د ټولې نړۍ څخه زیات ستاسې قدر او عزت کوم .

د ریونا دې خبرو قیرات او سریان دواړه ډیر زیات خوشحاله کړل . بیا هغوې دواړو یو ځاې د نریوس ، پربیسا ،کندام وخیسار کالي بیل بیل کړل او او نقدې رقم یې د همد ټوکرۍ څخه را بیل کړې او هغه یې نریوس ته په غیږ کې کیښود. په دې وخت کې د نریوس مور پربیسا قیرات ته مخ را واړو او ورته یې وویل :

قیرات خورې ! تا خو ډیر زیات مصرف کړې ، ددې نه مخته علي پاشا هم مونږ ته ډیر څه را کړي ،ګوره خورې

قیرات د پربیسا خبرې غوڅې کړې او ورته یې وویل : د نریوس مورې ، نریوس یوازې ستا لور نه ده ، اوس هغه زما لور ده . دهغې پر ما او زما پر هغې باندې ډیر حقوق دې . دا څه چې ما ورته راړې دي ، زما خورې ، دا خو هیح نه دي. که خداې و غواړي او دا کله هم بروصې ته زما خواته راشی نو کتونکې به وویني چې زه د خپلې لور څومره خدمت کوم .

اوس نو لمر لویدلې و ، نریوس کالي را ټول کړل او پورته شوه ، ریونا ته یې مخ واړاوه او ورته یې وویل : واوره خورې ! خپل کالي دې اوس همدلته په خونه کې کیږده . ګوره دا دې لمر پریوتې دې ، را ځه چې ډوډۍ تیاره ده.

ریونا ورته وویلې چې هغه کالي چې زما دې هغه به زما سره وی ، نریوس خورې ! ته خپل کالي او نقدې کڅوړه هلته دننه کیږده او راځه ، بیا چې زه څه ویل غواړم نو تاته به یې ووایم.

نریوس سمدستې د کالیو او نقدې کڅوړې سره یو ځاې مخامخ خونې ته ولاړه او د لږ ځنډ وروسته بیرته را ستنه شوه. کله چې هغه لمڅې ته را نژدې شوه ودریده ، نو ریونا ور ته وویل :

نریوس خورې ! نن به ډوډۍ دلته نه پخیږي ، ټول به زما سره زمونږ کور ته ځئ ، څومره ورځې چې زما مور قیرات او زما خور سریان دلته تم کیږي ، نو د هغوې تم کیدا ځاې ، او نوره میلمستیا به یې هملته وي ، نریوس خورې! څومره ورځې چې دوې پاته کیږي ،نو ته او ستا مور او بچیان به هم هملته له مونږه سره پاته کیږئ . زما په دې خبره که کوم یو څه نیوکه لري نو ویې وایاست . اوکه نه زه همدا اوس کور ته ځم او خپله مور او پلار هم همدلته را وړم . بیا به هغوې په خپله تاسې له ځانه سره هلته یوسي .

ریونا ددې خبرو وروسته چپ شوه ، ځکه چې په همدې ساعت کې د ریونا مور کیتهنا او پلار رستاک حویلۍ ته را ننوتل . دهغوې په کتلو سره نریوس ،علي پاشا اوریونا ټول و دریدل . نو قیرات هم غوښتل چې پورته شې خو ریونا هغه له لاسه و نیوله او بیرته یې کینوله ، بیا ریونا قیرات ته وویل :

اې مورجانې ! ستا پورته کیدو ته اړتیا نه شته . ستا شخصیت ماته دومره محترم دې چې ستا له پاره نه ښایږي چې د نور و له پاره پورته شې . دغه دواړه یو زما پلار رستاک او بله زما مور کیتهنا دي . بیا خپل پلار او مور ته و کتل او ورته يي د علي پاشا مور او خور دواړه ور وپیژندل . اوبیا یې خپل مور و پلار ته دخبرو به جریان کې وویل :

اې زما مورې ‍! اې زما پلاره ! ستاسو د راتلو نه مخته ما دې خلکو ته وویل چې هر څومره ورځې چې د علي پاشا مور اوخور دلته تم کیږي نو دهغوې تم کیدا ځاې او خوراک څښاک به هملته زمونږ په کور کې وي او تر څنګ به یې نریوس ، دهغې مور او دواړه کوچنیان هم هملته قیام کوي .

په دې وخت کې رستاک هم څه ویل غوښتل خو دهغه تر مخه کیتهنا په خبرو پیل وکړ او ویي ویل:

زما د رنو اوخوږو میلمنو !هغه څه چې زما لور ویلي همغه سهي دي . دا یواځې زما د لور غوښتنه نه ده بلکه داسې و ګڼئ چې دا زما او زماد خاوند رستاک غوښتنه هم ده چې تاسې ټول زمونږ هلته قیام وکړئ ، زه پوهیږم چې زه او زما خاوند رستاک په ښه وخت کې دلته را رسیدلي یو . مونږ دواړه د خپلو باغونو دکتلو له پاره را وتلي و او بیا ددې ځایه تیریدو نو فکر مو وکړ چې ریونا به هم له دې ځایه له ځانه سره واخلو ، نو ستاسې هلته زمونږ سره اوسیدل یوازې زما د لور ریونا غوښتنه اوهیله نه ده بلکه زمونږ د ټولو هیله ده. یواځې ته او ستا لور نه ، بلکه تر څو پورې چې تاسې دلته یاست نو نریوس ، دهغې مور او دواړه کوچنیان به هم له مونږه سره اوسي ، ددې نه علاوه که د علي پاشا زوې سره وخت وي نو هغه دې هم هملته له مونږه سر وا وسي .

د کیتهنا دې وړاندیز علي پاشا ډیر خوشحاله کړ . بیا نو هغه د کیتهنا په لور وکتل او روته يي وویل :

درنې مشرې ! زه ستا ددې وړاندیز ډیر زیات ممنون یم . په هر صورت زما مور او زما خور ، زما ورنداره ددواړو کوچنیانو سره یو ځاې ستا سې په کور کې اوسیدې شي . ته پو هیږې چې زما لښکر دلته ډیر نژدې پړاو کړې دې . او زه د یوه سالار په څیر باید هلته په لښکر کې موجود و اوسم . په هر صورت زه به د ورځي یو یا دوه ځلې ددې خلکو د کتلو له پاره دلته را ځم .

ددې پریکړې وروسته ټول دخپلو ځایو څخه پورته شول ، ټولو ژر ژر ځانونه تیار کړل ، نریوس دخپل کور ټولې خونې و تړلې ، او ټول د کوره ووتل . بهرنۍ دروازه یې هم کلکه کړه . او د ریونا د حویلۍ په لور وخوځیدل. علي پاشا خپل دواړه آسونه هم له قیضې و نیول او له ځانه سره یې یوړل .

کیتهنا او رستاک دواړو میړه او ښځې ټول له ځانه سره کړل او کله چې حویلۍ ته ور ننوتل ، نو د ننوتلو سره سم ښایسته او خوشحاله ریونا د علي پاشا څخه ددواړو آسونو واګې دتر لاسه کولو هڅه وکړه ، خو علي پاشا ورته وویل :

ریونا ! ته یې ماته پریږده ، زه به دا دواړه اسونه په خپله و تړم .

ریونا دعلي پاشا خبره و نه منله بلکه ددواړو آسونو واګې یې دخپل ځان په لور راښکوددې ، او علي پاشا ته یې وویل :

نه علي پاشا ! دا شونې نه ده . دا زما حویلۍ ده ، دلته دا ډول کار کولو زما کار دې ، دا ځکه چې زه د خپل مور اوپلار یواځې لور نه ، بلکه دهغوې زوې هم یم . په دې خاطر به زه ستا دواړه اسونه تر اخوره پورې وړم. دهغوې تړل ، دهغوې دانه او واښه ، هغوې ته اوبه ورکول ، دا ټول نور زما کار دي .

په دې وخت کې علي پاشا په ډیر غور سره ریونا ته وکتل ، اوبیا یې ریونا ته وویل : ریونا ! ستا دا سلوک ددې خبرې څرګندونه کوي چې ته په خپل کور کې ما پردې ګڼی ، اوهمداسې غواړې چې پردې و اوسم .

ریونا په خندا شوه ، او بیا په خندوني اواز سره وویل :

علي پاشا! نه ، خبره داسې نه ده . ستا حیثیت خو زمونږ به کور کې د ډیر ستر او دروند میلمه په څیر دې ، د کوم پردې سره یوه ځوانه نجلۍ په دې توګه خبرې نه شي کولې . او نه یې د اسونو واګې تر ې اخلي او په اخوره یې ورته تړي ، بلکه په دې کې خو ستا عزت او ستا درنښت دې ، په دې خاطر ته اوس ددواړو آسونو واګې پریږده او ضد مه کوه ، زه به ستا خبره و نه منم ، آسونه به زه په خپله په اخور تړم.

د ریونا دې خبرو باندې علي پاشا مسکې شو ، ویې خندل ، او د دواړو آسونو واګې یې هغې ته ورپریښودې. ریونا د ډیرې زیاتې خوشحالۍ سره هغه دواړه آسونه اخور ته یوړل ، هلته یې دهغوې څخه زینونه پرانستل ، د آسونو دخولو څخه یې قیضې ایسته کړې او دهغوې د دانې او وښو بندوبست یې وکړ.

ټول خلک هلته میلمستون ته ولاړل او کیناستل . په دې وخت کې نا څاپه د کیتهنا سترګې د قیرات په لوڅو پښو باندې ولویدې ، ویې کتل چې پښې یې په ځاې ځاې باندې زخمې او په ځینو ځایو کې چاودې هم دي . د قیرات د پښو د کتلو وروسته کیتهنا سترګې په ډیره مشفقانه توګه د قیرات په څیرې باندې پریوتې اوبیا یې قیرات ته وویل :

قیرات خورې !تر څو پورې به ته په خپل دې سوګند باندې ولاړه یې چې « تر څو چې قاتلانو ته سزا نه یې ورکړل شوي او دهغوې څخه دې بدله نه وې اخستي ، نو پڼې به نه په پښو کوې» . که چیرې بده یې و نه ګڼې او ماته اجازه راکړې نو زه به یوه ډیره ښه جوړه پڼې درته هدیه کړم .

دهغې په دې خبرو باندې قیرات په ډیر ناخوالي اواز سره وویل :

کیتهنا خورې ! لمړۍ زما لور سریان ، زما زوې علي پاشا او بیا زما لور ریونا هم پر ما باندې څو څو ځلې فشار راوړې تر څو زه خپل سوګند مات کړم او پڼې پښو ته واچوم . ځکه چې په یخنۍ کې زما د پښو حالات ډیر خرابیږې ، خو واوره زما خورجانې ! زه به په خپل سوګند باندې تر هغې پورې ولاړه یم «تر څو چې قاتلان خپل انجام ته نه وی رسیدلې ».

د قیرات ددې ځواب په اوریدو سره کیتهنا چپ پاته شوه ، په دې وخت کې ریونا دخپله ځایه را پورته شوه ، سریان یې له لاسه و نیوله او له ځانه سره یې را پورته کړه . بیا ریونا دخپلې مور کیتهنا په لور وکتل او ورته یې وویل :

اې مورجانې !تاسې ټول دلته کینئ خبرې کوئ ، زه او سریان ځو چې ډوډۍ تیاره کړو .

په دې وخت کې نریوس هم دخپله ځایه پورته شوه او ریونا ته یې وویل ، ریونا جانې ! زه هم له تاسې سره یوځاې پخلنځاې ته ځم تر څو له تاسې سره کومک وکړم.

په ځواب کې ریونا سمدستي نریوس له لاسه و نیوله او بیرته یې په خپل ځاې کینوله ، او ورته یې وویل :

نه ، نریوس خورې ! نن به ته دلته ارام کوې ، دا ټول کار به نن زه او زما خور سریان کوو.

نریوس غوښتل د ریونا د خبرې ځواب ووایې چې دهغې نه مخته علي پاشا په خبرو پیل وکړ.

ریونا ماته ډوډۍ مه تیاروه ، زه بیرته لښکر ته ځم او هملته یې خورم .

دعلي پاشا په دې خبره ریونا په تیزو سترګو هغه ته وکتل او په احتجاجی لهجې سره یې وویل :

علي پاشا ! دا شوني نه ده . ته په هیڅ صورت د ډوډۍ د خوړلو پرته له دې ځایه تللې نه شې . ته په ارام سره دخپلې مور تر څنګ کینه ، دهغې سره خبرې وکړه ، دهغې خدمت وکړه ، زه او زما خور سریان دواړه به په لږه شیبه کې ډوډۍ تیاره کړو ، ډوډۍ وخوره بیا چې چیرته ځې هلته ولاړ شه.

علي پاشا غوښتل څه ووایې چې ریونا سمدستې سریان له لاسه و نیوله او د پخلنځي په لور یې بوتله . ریونا او سریان په ډیره بیړه ډوډۍ تیاره کړه ، میلمستون کې ټولو یو ځاې هغه وخوړه ، اوبیا علي پاشا د خپل لښکر په لور و خوځید .

په دې توګه قیرات او سریان دواړو مور او لور نژدې یوه اونۍ دریونا په کور کې قیام وکړ ، تر هغې چې دوې هلته تم وو ، تر هغې وخته پورې نریوس ،کندام ، خیسار او پر بیسا هم هملته له دوې سره یو ځاې و. علي پاشا به د ورځی یو ځّل یا دوه ځلې هلته راته او دټولو سره به یې کتل . په دې ترتیب د ریونا په کور کې دڅو ورځو د اوسیدو وروسته قیرات اوسریان دواړه مور اولور دهماغه ساتونکو سره چې دوې یې له بروصې دلته راوستي و بیرته د رومیلیا د ولایت څخه بروصې ته له کوچ وکړ .

پرلپسې لري…