تازه خبر: پر شمالي وزيرستان بله حمله وسوه

34 | جنوري 3rd, 2010


د شمالي وزيرستان څخه ورکړل سوي خبرونه وايي امريکايي بې پيلوټه الوتکو په ميرعلي نومې سيمه کي پر يوه کور بمبار کړئ، چي له امله يې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مړو او ټپيانو د شمېر کره معلومات نه دي خپاره سوي، خو ځايي اوسېدونکي وايي الوتکي دوه راکټونه پر يوه کور فير کړي دي، چي له امله يې پنځه کسان وژل سوي او د کور وداني بشپړه له منځه تللې ده.
تېره اونۍ هم په دې سيمه کي الوتکو دوه ځله بمبار وکړ چي له امله يې ١٣ کسه وژل سوي وو.

Copyright Larawbar 2007-2024