کور / تازه خبرونه / اېران د بن لادن لور ته د وتلو اجازه نه ورکوي

اېران د بن لادن لور ته د وتلو اجازه نه ورکوي

د سعودي د بهرنيو چارو وزير شهزاده سعود الفيصل وايي اېران د اسامه بن لادن لور ته له دغه هيواد څخه د وتلو اجازه نه ورکوي.
شهزاده فيصل د يوې برتانوۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دوى د اېران له حکومت څخه غوښتي چي بشري او اسلامي حقونو په درناوي سره د بن لادن ١٧ کلني لور ايمان بن لادن ته اجازه ورکړي چي سعودي عربستان ته ستنه سي.
تېره مياشت چي په اېران کي د اسامه بن لادن د کورنۍ د موجوديت خبرونه خپاره سول، له هغه راهيسي د اېران حکومت په دې هکله ضد او نقيص دريځ نيسي.
د اېران حکومت په لومړيو ورځو کي په اېران کي د بن لادن د کورنۍ سته والى رد کړ، خو وروسته د بهرنيو چارو وزير منوچهر متکي وويل اېران به د بن لادن لور ته اجازه ورکړي چي سعودي ته ستنه سي.
د اسامه بن لادن لورايمان بن لادن چي اوس په تهران کي د سعودي په سفارت کي ده ويلي د خپلو پنځو خويندو، مور او وروڼو سره د ٢٠٠١ کال په جون کي اېران ته ولاړل چي له هغه راهيسي هلته نظربنده وه، او يوه مياشت دمخه د اېراني پوليسو څخه تښتېدلې او د سعودي سفارت ته يې پناه يووړه.
ايمان بن لادن وايي وروڼه، مور او خويندي يې اوس هم تهران ته نيژدې په يوه کلا کي نظربنده دي، خو د اېران حکومت دغه خبري ردوي.