کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك په ولسي جرګه كې نوى كابينې ته د باور راى د وركولو بهير ته ځانګړې كړې او پدې اړه د ولسمشر د وياند څرګندونو ته په اشارې پوښتلي، چې دا د ديموكراسۍ ښكلا ، د ولسي جرګې زور وو او د كه حكومت لوبه.
ورځپاڼې په دوام كې د نظر د خاوندانو دا وينا هم راخستې، چې ولسي جرګې ته ورپيژندل شوې كابينه پخپله د ولسمشر په زړه هم نه وه او هغه يى د ځينو فشارونو له مخې ولسي جرګې ته ورپيژندلې وه.
په ورځپاڼه كې د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په سر روانو ناندريو ته هم كتنه شوى او ليكل شوي، چې ولسي جرګې د شتو شكايتونو د څيړلو پورې د هغو د وروستيو نتايجو په اعلان كې د ځنډ غوښتنه كړې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د پانګه ونې روان بهير او د هغې په وړاندې په شتو ستونزو بحث كړې او افغان دولت يى هڅولې، چې پدې برخه كې شته خنډونه لرې كړي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې په شتو ستونزو تبصره كړې او د ولسي جرګې لخوا د نوى كابينې د يو زيات شمير وزيرانو رديدو ته په اشارې ليكلي، چې له دې سره ممكن ستونزې زياتې شي.
ورځپاڼې په دوام كې ټولو لوريو ته سپارښتنه كړې، چې خپل ټول تمركز دې په هيواد كې د نظام جوړونې ته واړوي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د اداري فساد په ستونزې بحث كړې او پدې برخه كې د جدي اقداماتو غوښتنه كړې.
په ورځپاڼه كې د نشه يى توكو په قاچاق كې د دولتي چارواكو د ښكيلتيا په اړه هم يو مطلب خپور شوې او ليكلي، چې دا معما به كله هواره شي.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په سر كې له نوى كابينې سره د ولسي جرګې د چلند په اړه د عامو افغانانو نظرونه راخستي او د هغوى په حواله يى ليكلي، چې له يو شمير نوماندو وزيرانو سره نا انصافي شوې.
د ورځپاڼې په سرمقاله كې كه څه هم دا د ولسي جرګې يو ستر ګزار بلل شوې، سپارښتنه شوې، چې اوس بايد په هيواد كې د نوى حكومت د فعاله كولو لپاره هڅې ګړندۍ شي او افغان ولسمشر بايد پرته له كوم ځنډ نه نوى څيړې معرفي كړي.
په ورځپاڼه كې افغانستان ته د اضافي سرتيرو د استولو په بهير هم پراخ بحث شوې او په افغانستان كې شتو ستونزو او د ګاونډيو هيوادونو دريځ ته په اشارې د ځواكونو زياتول ضروري بلل شوي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې كړيدي.
انيس پخپله سرمقاله كې د ولسي جرګې لخوا د نوى كابينې د يو زيات شمير نوماند وزيرانو رديدو ته په اشارې ليكلي، چې د د زور ښودل او كه د زړو اختلافاتو رابرسيره كيدل.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې هم دې مسئلې ته په اشارې ليكلي، چې ولس له زيان اړوونكو مصلحتونو څخه بيزاره شوې دې.

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې د اوولسو نومانده وزيرانو له ردولو وروسته پخپله وكيلان هم حيرانه دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د باور راى د وركولو په بهير بحث كړې او د ځينو وزيرانو ردولو ته په اشارې، چې د ورځپاڼې په وينا قابله كسان وو د ولسي جرګې چلند غير معياري بللې دي.
په ورځپاڼه كې په ايران كې له افغان كډوالو سره د كيدونكو زور زياتيو په اړه په يو مطلب كې په ايران كې د بندي افغانانو يو ليك هم خپور شوې، چې پكې له افغان حكومت نه ددوى د ستونزو د هواري لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه شوې.