کور / تازه خبرونه / سپينه ماڼۍ: يمن ته پوځ نه لېږو

سپينه ماڼۍ: يمن ته پوځ نه لېږو

د امريکا حکومت هغه خبرونه رد کړل چي ګني دغه هيواد د القاعدې د له منځه وړلو په بهانه يمن ته پوځونه لېږي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان برينن د فاکس نيوز سره په مرکه کي وويل شک نسته چي القاعدې په يمن کي خپل جال غوړولئ دئ، خو امريکا نه غواړي چي په اوسني حالت کي د جنګ دريم محاذ هم خلاص کړي.

جان برينن وايي القاعده په يمن کي سته او امريکا هم پوهېږي چي دوى په عربي هيوادونو کي پر امريکايي ګټو باندي د حملو نيت لري، خو له دې سره سره امريکا دغسي پلان نه لري چي هلته پوځ ولېږي.

په تيرو دوو ورځو کي امريکا او برتانيې ظاهراً د القاعدې د بيري په يمن کي خپلي سفارتخانې بندي کړې.