کور / z_buitenland_news -- 5 / هسپانيه:دمشرف دسفر پرمهال ترهګربريدونه کيږي

هسپانيه:دمشرف دسفر پرمهال ترهګربريدونه کيږي

 


دهسپانيې او برتانيې څارګرو ادارو فرانسې ته خبردارئ ور کړی دی چي ددوی د پټو معلوماتو له مخي د القاعدې ډله پلان لري چي په دې اونۍ کي په فرانسه کي بريدونه ترسره کړي .له بلي خوا د القاعدې يوه لوړ پوړي چاراکي هم خبردارئ ورکړئ دی چي نور  نو فرانسې ته حوصله نه کوي .


هسپانيې څو ورځي وړاندي د بارسلونا په ښار کي د شکمنو ترهګرو يوه ډله ونيوله چي ټول يې پاکستانيان وه او هسپانيه وايي چي دغو کسانو هم  غوښتل چي د مشرف د سفر پر مهال په بېلابېلو ښارونو کي چاودني او بريدونه وکړي .


د پاکستان ولسمشر پروېز مشرف نن د اروپا د اته ورځني سفر په موخه د بلجيم پلازمېني بروسل ته راورسېد ، نوموړي د ناټو له نماينده ګانو ، د اروپايي اتحاديې له استازو او يو نور نورو لوړ رتبه اروپايي مشرانو سره ليده کاته وکړه . مشرف به له يو نورو اروپايي هيوادونو له مشرانو سره د هغوی په هيوادونو کي وګوري .


د يادوني وړ ده چي اروپايي سيمه ايز مطبوعات د پخوا په پرتله د مشرف د دې سفر ډير خبرونه او  تبصرې خپروي ، د هالنډ مطبوعات چي د هيواد نژدې دوه زره عسکر يې په ارزګان کي په دنده بوخت دي مشرف د طالبانو ملاتړ کوونکی بولي او په ترهګرۍ سره په جګړه کي يې په دوه مخيتوب تورنوي .


د يوې معتبري او مشهوري هالنډۍ راډيو خبريالي په خپل راپور کي په بر افغانستان کي د جګړو پړه هم پر مشرف ورواچوله و هغې وويل چي که مشرف دتروريزم سره د جګړې په سر کي د ترهګرو پټ لاسنيوی او ملاتړ نه وای کړی د ډيورنډ کرښي پر شاوخوا ترهګر نه تقويه کيدل .