کور / تازه خبرونه / د نړۍ تر ټولو لوړ تعمير د خليفه برج په نوم ياد کړه سو

د نړۍ تر ټولو لوړ تعمير د خليفه برج په نوم ياد کړه سو


متحدو اماراتو په دبۍ كي د خليفه برج نن په رسمي توګه افتتاح كړ دغه برج په نړۍ كي تر ټرټولو لوړه ودانۍ بلل شوي ده .
د دبۍ والى شيخ محمد راشد ال مكتوم د الخليفه برج افتتاخ وكړه ،
دغه برج د جوړيدو پر مهال د دبۍ په نوم نومول شوي وو ان تر پرونه د امارتو او نورو خبرى رسنيو كي د دبۍ برج په نوم ياديده ،خو د افتتاح پر مهال د يادګار په څلې د شيخ خليفه بن زيد…نوم ليكل شوي وو .

د خليفه برج ( 828 ) متره لوړ والي او ( 160 ) منزله لري , د دغي وياړلي ودانۍ كار په 2004 كال كي پيل شوي وو چى په هغه وخت د د دبۍ اقتصاد ښه پياوړې وو خو د تير كال نړيوال اقتصادې بحران سره مخ دبۍ د ابوظبۍ په مرسته ځان تر يو كچه له اقتصادى ناورين نه ويستي.
د دغه برج په جوړيدو 1,5 يونيم مليارد ډالر لګښت راغلى دې , اقتصاد پوهاو په اند دغه برج به د دبۍ په اقتصاد ښه اغيز وكړې.
برج 1100 د اوسيدنې پارتومانونه لري چي دبرج په سر كي پارتومانونه تجارتي دفتروونو ته ځانګړې شوي .
د برج لاندينۍ برخه كي ارمانې هوټل دى .
دبرج 124 منزل كي د سيل ځاي نه كولى شي 80 كيلو مټره لري واټن ځاي ننداره شي .
د يادوني وړ ده چى په نړۍ كي په (10) لسو لوړو ودانيو كي يواځي 7 يي په اسيا كي دي چي ټولي په تيرو 13 كالو كي جوړي شوي دي .