غزل
دروېش درانى
غزل
چي بيـــــــــانه توره پورته سي نه سرپه وينورنګ سي
باداره دغه جــــــــــــــــــــنګ دي دوطن آخري جنګ سي
که زړونـــــــــــــــــــــــــه سره ورکړواولاسونه سره ورکړو
داکانړي به لالــــــــــــــــــــونه سي،دابوټي به لونګ سي
ترڅوبــــــــــــــــــــــــــــــه دوي پرکلي کلي ګرزي دابه وائي
چي دامېنــــــه دي ورانه سي اوهغه کوردي ړنګ سي
زمونږځلمي چي جنـــــــــــــــــګ ته هڅوي نوورته وائي
چي هسي که موکښېښـودې نوتوري به موزنګ سي
که ګـــــــــــــــــورې له لستوڼي به ئې سورخنجرراووځي
دروېشــــــه! چي روان درسره څوک دلته پرڅنګ سي
لېږونکى : رفيع الله مندوخېل