کور / تازه خبرونه / چين: ٢٥ ساعته وروسته ١٤٠٠ تنه وژغورل سول

چين: ٢٥ ساعته وروسته ١٤٠٠ تنه وژغورل سول

د چين حکومت وايي په يوه ريل ګاډۍ کي يې ١٤٠٠ تنه صحيح سلامت ژغورلي دي.
دغه ريل ګاډۍ د يکشنبې په ورځ د چين په منګوليا ايالت کي له هربن څخه هاوټو ښار ته روان وو د واوري په توپان کي راګير سوه، چي له امله يې ريل ګاډۍ په بشپړه توګه په واوره کي پټه سوه. د حکومت په وينا پوره ٢٥ ساعته وروسته له واوري څخه را وايستل سوه.
چارواکي وايي په ريل ګاډۍ کي ناست ټول ١٤٠٠ تنه يې روغ رمټ ژوندي ژغورلي او هيچا ته پکښي زيان نه دئ رسېدلئ.