کور / تازه خبرونه / هند پنځه افغانان له جعلي پاسپورټونو سره ونيول

هند پنځه افغانان له جعلي پاسپورټونو سره ونيول

د هند د تاميل ناډو ايالت حکومت وايي پنځه افغانان يې له يوه نيپالي سره هغه مهال د چيناى په هوايي ډګر کي ونيول چي غوښتل يې پر جعلي پاسپورټونو ماليزيا ته ولاړ سي.
پوليسو ويلي نيول سوي افغانان ١٠ ورځي دمخه د ډهلي د هوايي ډګر له لاري هند ته داخل سوي دي.
پوليس وايي د ساهرا سوبا تيب په نوم يو ٢٥ کلن نيپالي دغه کسانو ته د نيپال پنځه پاسپورټونه في دانه په ١٢٠٠ امريکايي ډالره جوړ کړي او غوښتل يې د ماليزيا هيواد ته يې ورسوي.
افغانان وايي د ماليزيا هيواد دوى ته د ورتګ دپاره ويزه نه ورکوله، ځکه يې ځانونه په نيپاليانو تېرول.
نيول سوي کسان چي ټول ځوانان دي، محمدحنيف ٢٩ کلن، جمعه خان ٣١ کلن، علي جمعه ٢٦ کلن، غيور دهزاده ٢٦ کلن او عابدالله ١٩ کاله عمر لري.