په لغمان کې د الفت صېب ١٠١ کلېزه نمانځل کيږي
54
د چهارشنبې په ورځ چې د جدي د میاشتې له ۱۶ مې نېټې سره سمون خوري، له نهو بجو څخه د غرمې تر دوو بجو دهېواد د وتلي مفکر، لیکوال او شاعر ښاغلي استاد ګل پاچا الفت د زوکړې د ۱۰۱ مې کلیزې په مناسبت د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې غونډه جوړېږي، په دې یاد غونډه کې به د استاد د ادبي، اجتماعي او هنري هلو ځلو په اړه د بېلابېلو لیکوالو له خوا مقالې ولوستل شي او بیا به په پای کې شاعران خپل شعرونه ولولي. د هېواد له ټولو فرهنګیانو، لیکوالو، شاعرانو او نورو شخصیتونو څخه په درنښت هیله کېږي چې په دغه غونډه کې په خپل ګډون سره د لغمان ولایت فرهنګیانو ته ویاړ ور وبخښي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره په دې شمېره اړیکه ونیسی: ۰۷۰۰۸۳۰۹۱۶
په مینه
د لغمان فرهنګیان