کور / کتاب / [هغه د بابا خبره _ نعيمه غني] د پښتو متلونو ټولګه چاپ شوه

[هغه د بابا خبره _ نعيمه غني] د پښتو متلونو ټولګه چاپ شوه

((هغه د بابا خبره)) د متلونو دهغې ټولګې نو م دئ چې په کال ۱۳۸۸ل کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر تکړه غړې لیکوالې او شاعرې آغلې نعیمه غني له خوا راټول شوئ او د ۴۷ پاڼو پرمخ د میرمن کلتوری ټولنیز بهیر له خوا چاپ شوئ او د متلونو مینه والو ته یې وړاندئ کړئ دئ .

د ټولګې په لومړي مخ کې د هیواد تکړه لیکوال ښاغلي علم ګل سحر ( په تول تللې خبرې ) تر سرلیک لاندې د پښتو ژبي د متلونو په اړه له محتوا ډکه سریزه لیکلې ده. ورپسې دمیرمن بهیر دتکړه او فعالې غړې آغلې ساهره شریف له خوا نوموړې ټولګه ارزول شوې ده او لیکوالې ته يې د نوموړي ټولګې مبارکي ورکړې ده.

په دغه ټولګه کې ټول ټال( ؟)متلونه راټول شوي او بیا پر ۲۷ بیلا بیلو موضوع ګانو ویشل شوي دي او د هرې موضوع تر عنوا ن لاندې په زړه پورې متلونه ذکر شوي چې لوستونکی کولائ شي په آسانه توګه د خپلې خوښې موضوع په اړه خوندور او ګټور متلونه ولولي.

ددغې ټولګې په لومړۍ برخه کې د نصیحت تر سرلیک لاندې مشهور او خورا ګټور متلونه راغلي چې لوستل یې د ټولو لپاره ګټور دي، د مثال په توګه :

د هغې بلا نه چې دی خلاصون نه وي نو په بسم الله ورسره چلیږه، او پټه خبره شي بې اثره تر هغو پټه خوله بهتره .

که څه هم په پښتو ژبه کې متلونه کومې خاصې سیمې او یا کومې ځانګړې قبیلې ته منسوب نه دي خو په کومو ځایونو کې چې پښتانه ژوند کوي، هلته به خامخا متلونه کارول کیږي. خو له دې سره -سره ځینې متلونه شته چې په یوه سیمه کې ډیر استعمال لري. د دغه کتاب لویه ځانګړنه دا ده چي آغلې نعیمې هغه متلونه راټول کړي چی د وردګو په ولایت کی ډ یر استعمال او دیوشمیر یې د وردګو په لهجه لیکل شوي، خو په ځینو ځایونو کې چې د متل ځانګړی وزن او مانا له منځه ځي بیا له معیاري پښتو لیکنې څخه ګټه اخیستل شوې ده .

څرنګه چې ما دغه ټولګه مطالعه کړه داسي متلونو ته په کې ځای ورکړل شوئ چې تر اوسه د خلکو په منځ کې ډېر عام نه دي او ددغې ټولګې لوستل به تاسوته بې ګټې نه وي.

میرمن کلتوری ـ ټولنیز بهیر تر دې وړاندي هم د پښتو ژبي د بډاینې لپاره ګڼ شمېرادبي کتابونه چاپ کړي دي او دا هڅې یې لا همداسې رواني دې اوپه راتلونکي کې دمیرمن بهیر د نورو غړو او پښتنو میرمنو دنورو کتابونو دخپرولو تابیا لري .

لیکوالې خور ته ددغه کتاب مبارکي وایم او د لوی خدای نه ددغه بهیر ټولوغړو ته بریا غواړم .