کور / هراړخیز / په ۲۰۱۰ کال کي د بدلون لپاره د ځان د هڅوني( ۱۰) لاري

په ۲۰۱۰ کال کي د بدلون لپاره د ځان د هڅوني( ۱۰) لاري

لیکنه : الیزابت لانډاو، CNN
ژباړونکی : عزیزالله محرابي

د پریکړو د پلي کولو لپاره، دا مهمه ده چی رښتیني، دقیق او مسؤوله واوسو.

د کیسې سرټکي

وړې موخي له وړو ګامونو سره وټاکئ
خپلي موخی په مثبت ډول سره تنظیم کړئ

د پریکړو یو داسي انډیوال پیدا کړۍ چي وکړاي شي ستاسو سره دهغه څه په تر سره کولو کی مرسته وکړي چی تاسو یې غواړۍ
د ځانه سره له زغمه څخه کار واخلۍ او ډیر مه اندېښمن کیږئ .

(CNN) – یوه نوې لسیزه مخ پر پیلېدو ده، او تاسو ښایي وسوسه شۍ چی د خپل (ژوند د لا ښه کولو) لپاره وځانته د پریکړو یو لوﺉ لسټ جوړ کړئ .

تاسو ښايي پدې فکر کي اوسۍ چي په یوه منډه د نوي کال د جنورۍ په لمړۍ نېټه هر یو شی د خوړو د رژیم څخه نیولې بیا تر اړیکو او تر شخصیته پوري هر څه اصلاح کړئ .

کار پوهان وايي، چی دا یوه غلطه لاره ده. دا ډیر ښه کار دۍ چی وغواړو بدلون راولو، مګر په رښتینی ډول سره د خپلو موخو د لاس ته راوړولو لپاره، دوﺉ وايي، دا مهمه ده چي رښتیني، دقیق او مسؤوله واوسو. لس هغه کارونه چي کولاﺉ شي ستاسو سره په ۲۰۱۰ کال کي مرسته وکړی چي په خپل ژوند کي مثبت بدلونونه راولۍ، په دې لاندي ډول دي :

۱. وړې موخي له وړو ګامونو سره وټاکئ

سوسن نولین – هویکسیما، د یېل په پوهنتون کی د اروا پوهني پروفیسره او ( د ښځو ځواک) د کتاب لیکوونکې داسي وايي: واړه اوتدریجي ګامونه خلک د لویو بدلونونو و لور ته هڅوي. د مثال په توګه که تاسو غواړۍ چي خپل وزن کم کړۍ، د خپل خوړولو د نظام په وړو برخو کي بدلون راولۍ. داسي پریکړه وکړۍ چي د سبا غرمې لپاره یوازي سلاد وخورۍ او دې کار ته د یوې اوونۍ لپاره دوام ورکړۍ. هغه وايي: هغه ګامونه چي تاسو غواړۍ پورته یې کړي د خپل یادښت په کتابچه کي د نیټو پر بنسټ ولیکۍ تر څو د خبري ښه پخلی وشي، او ددې جلا جلا بدلونونو د راوستلو لپاره ځانته انعام ورکړئ .

راشۍ داسي وګڼو چی تاسو غواړۍ پدې کال کي، لا ډیر خوشبینه واوسۍ. نولین – هویکسیما داسي وړاندیز کوﺉ چي داسي ګومان وکړۍ چي هغه به څنګه یو حالت وي که چیري تاسو خوشبینه واوسۍ. هغه وایي: د کارپه ځاي کی د یوې ورځي لپاره ځان د خوشبینۍ او پر ځان باندي د باور په حالت کي تصور کړۍ، او وروسته دغه ټول پر یوه کاغذ باندي په تفصیل سره ولیکۍ. اوس تاسو د خوشبینۍ د مفکورې ځانګړي برخي دځانه سره لرۍ تر څو ددې خوشبینۍ د تر لاسه کولو لپاره کار وکړۍ. یو داسي شي چی ستاسو خوشبینه شخصیت یې لري او اوسنی تاسو یې نه لرۍ، انتخاب کړۍ او د هغه په لوري په کار پیل وکړۍ. پر خپل مصمم والي باندي کلک نظر ساتئ .

۲. خپلي موخی په مثبت ډول سره تنظیم کړئ .

د ځینو عادتونو، لکه سګرټ څکول، د ځینو ټاکلو ثابت شویو روغتیايي خطرونو سره سره، د یوه عادت په هکله د منفي فکر کولو له لاري تاسو نه شۍ کولاﺉ چي دهغ څخه ځان خلاص کړۍ. نولین – هویکسیما وايي: څیړنو دا ښوولې ده چي دا ډیره ګرانه ده چي د سګرټ په پرېښوولو کي د سرطان نه د مخنیوﺉ په دلیل ځان وهڅول شي، مګر ډیره آسانه ده که چیري د خولې د ښه بوﺉ او د پیسو د سپما نه د سګرټ څکولو د پریښودلو د یوه دلیل په توګه کار واخیستل شي. نو که چیري تاسو غواړۍ د یوه شي کول پریږدۍ، دهغه د نه کولو د مثبتو اړخونو په هکله فکر وکړۍ. او دا خبره یقیني کړۍ چي له لمړیه تر پایه پوري و خپل پلان ته د وفادار پاته کېدو په بدل کي، ځان وهڅوئ .

۳. ګټو او زیانونو ته کتنه وکړئ .

ډاکټر ناډیو کاسلاو د ایموري پوهنتون د ارواپوهني پروفیسره وايي: که تاسو دوه زړي یاست چي پدې کال کي بدلون راولۍ او که نه، نو د ګټو او تاوانونو یو لسټ جوړ کړۍ. دا وايي چي دې ته پاملرنه وکړۍ چي څه شي تاسو پر مخ بیايي. کله، کله دا درد دۍ، یا د ژوندانه یو نوﺉ پړاو دۍ ، یا نوﺉ مالومات دي، یا یو ممکنه تر فیع ده چی خلک بدلون ته مجبوروي. هغه وايي: ( دا خبره زموږ سره مرسته کوﺉ چي په روښانه ډول سره ووینو چي موږ څه شي ته غواړو بدلون ورکړو او ولي غواړو چي هغه ته بدلون ورکړو)

۴. د پریکړولپاره یو انډیوال پیدا کړئ .

کله چي پدې پوه شۍ چي یو بل څوک هم د ورته موخو د لاس ته راوړولو په لار کي کار کوﺉ، یا ستاسو په زیار کي ستاسو ملاتړ کوﺉ نو دا خبره مرسته کوي چي ستاسو هڅول په لوړه کچه کي پاتي شي. د پریکړولپاره د یوه انډیوال درلودل کوم چي ستاسو پر پرمختګ باندي به نظر ساتي، ددې خبري سره مرسته کوﺉ چي تاسو دهغه څه لپاره چي تر اوسه مو تر سره کړي دي، مسؤوله وساتي. د هر کال په پاي کي کاسلاو او د هغې ملګرۍ د تیر کال پریکړو ته یوه کتنه کوﺉ، دا خبره ګوري چي کوم شیان د بدلون په لاره کي خنډ وه او بیا دراتلونکي کال لپاره نوﺉ پریکړي کوﺉ. هغه وايي: د بل چا سره و موخو ته پلان جوړول کولاﺉ شي تاسو ته د بدلون په لاري کي لارښود شي، حتی که تاسو پدې ونه توانېږۍ چي ټول شیان په یوه کال کي تر لاسه کړئ .

۵. دقیق واوسئ .

نولین – هویکسیما وايي: په ډیره آسانۍ سره کېداي شي چی د یوې لویي موخي (لکه زه غواړم چي خپل کورنی ژوند اصلاح کړم) په وړاندي خواتوري شو. دا خبره جوته کړۍ چي هغه کوم کار دي چي ستاسو لپاره پر وړاندی نه ځي، او بیا د هري ستوونځي د حل لپاره یوه کړنلاره جوړه کړۍ. د کورني ژوند په مثال کي، دا ډیره مهمه ده چی پدي هکله چی څه شی ستاسو د کورني ژوند په لار کي خنډ دۍ او سمون غواړي، باید رښتينۍ او واقعبینه واوسۍ او بیا د یادښت په کتابچه کي ددې خبري د لیکولو لپاره چي کوم شی سم روان دۍ او کوم شی ناسم دۍ یو څه وخت ولګوۍ او داسي یو پلان جوړ کړۍ چی په یوه اوونۍ کي کوم داسي کار تر سره شي چي د حالاتو د سمون سره مرسته وکړي. دا وايي: د هغو وړو ګامونو د څېړلو پروسه چي تاسو غواړۍ د نژدې راتلونکی لپاره یې پورته کړۍ او دهغو د مثبتو اغیزو نه خوند واخلۍ، کولاﺉ شي ستاسو فشار په ډیره اندازه کم کړي او درسره مرسته وکړي چي لوﺉ موخي تر لاسه کړئ .

۶. خپل ځان وپیژنئ .

کرېګ لیواین، چي د کالفورنیا دایالت د سان فرانسیسکو په ښار کي یو پروفیسر دۍ وايي: د کال پیل د نورو وختونو په شان یو ښه وخت دۍ چي د ځان ارزونه وکړۍ. ستاسو شوق څه شی دۍ؟ غواړۍ چي کوم شی په لاښه توګه سره تر سره کړۍ؟ دې خبرو ته وخت ورکړۍ او ددې په هکله چی تاسو څوک یاست او داچی غواړۍ ژوند څرنګه باید واوسی، فکر وکړئ .

کارپوهان وایي چي رښتینۍ بدلون هغه وخت منځ ته راځي چي تاسو پخپله يې وغواړۍ، نه دا چی نور خلک یې ستاسو لپاره وغواړي. لیواین وايي:( که داسي یو شی چي ستاسو سره نه وي تړلۍ او په رښتیني ډول سره ستاسو سره اړیکه لري، یوازي ددې لپاره چی یو بل څوک وايي چي ته باید یو څه وکړې او هغه شی تاسو ته هیڅ اهمیت نه لري، نو دا شي به دهغه شی په انډول چي په رښتیني ډول سره ستاسو وړ وي، ګټور نه وي.)

۷. ژوري مسلې و آزمایئ .

کله، کله مخکي له دي چی د هغه بدلون په لور چی موږ یې غوښتونکي یو ګام پورته شي، ځیني داسي مسلې شته چي هغو ته باید پاملرنه وشي. لیواین وايي: په ځینو مواردو کی د بدلون په لاري کي روحي خنډونه موجود وي. د مثال په توګه ځینی خلک له ناکامۍ نه دومره ډاریږی چی په ناپوهۍ کي خپل ځان ویجاړوي. دي وايي: خپل ځانته اهمیت قایلېدل کېداي شي چي خپل رول ولوبوي – ځیني خلک داسي ګڼي چي دوﺉ ددې ارزښت نه لري چي د دوﺉ خیال باید وساتل شي. که تاسو داسي فکر کوۍ چي په تاسوکي داسي ژوري مسلې شته چي تاسو په یو ډول سره په ژوندانه کي له پرمختګ څخه راګرځوي، نوباید د یوه مسلکي روغتیايي ارواپوه سره مشوره وکړئ .

۸. تر حده زیات اندېښمن مه اوسئ .

د پرېکړو یو اوږد لسټ کولاﺉ شي چي اندېښیې وزیږوي، نو نولین – هویکسیما داسي وړانديز کوﺉ چي د درو نه تر پنځو ډیر مهم شیان د بدلون لپاره وټاکل شي. د کاسلاو لپاره بیا د (پرېکړي) خبره د(بریالیتوب – ناکامۍ) د ضرب الاجل د توري سره سمون خوري، نو دۍ د (موخي) توري غوره ګڼي. لیواین وايي چی دخپلو موخو لیکل او دهغو د ترسره کولو لپاره د پلان جوړول کولاﺉ شي چی اندېښنو ته ماتي ورکړئ .

۹. انعطاف منونکۍ واوسئ .

که څه هم تاسو باید د خپلو غوښتنو په هکله دقیق واوسۍ، لیکن کله، کله دهغه څه په هکله چي تاسو غواړۍ تر لاسه یې کړۍ خپل نظر ته پراختیا ورکول کیداي شي چي مرسته وکړي. د مثال په توګه: که تاسو په مالی برخه کی له خپل کار څخه ایستل شوي یاست، نو په چټکۍ سره به دا شونې نه وي چي هغه ته ورته دنده پیدا کړۍ. نولین – هویکسیما وايي: مګر که تاسو د وزګارانو په ډله کي یاست، ستاسو پراخه موخه ښايي چی د خپلي کورنۍ او دځان ملاتړ وي. او که تاسو ددې په هکله چي بریالیتوب څه ته وايي یو پراخه نطر ولرۍ دا خبره کولاﺉ شي تاسو ته دا آزادي درکړي چي هغه نور امکانات هم چي و مرکزي موخي ته د رسېدو سره مرسته کوي، و سپړۍ. هغه وايي: (شاته ګام پورته کړۍ او ووایاست: آیا بله داسي لاره شته چي زه بې له دې چي پر خپل مخکني موخی باندي بې ځایه ټینګار وکړم و خپلي ستري موخي ته ورسېږم؟)

۱۰. پر ګین باندي نظر وساتئ .

د چال چلند بدلول په خاص ډول سره پداسي یوه چاپیریال کي ډیر ګران دي چی د شاوخوا خلک تا وهغه څه ته هڅوي چی تاسو غواړۍ ځان ځیني خلاص کړۍ او یا هم تاسو تر فشار لاندي یاست. کاسلاو وايي: د مثال په توګه که چیري تاسو د الکولو داسي یو استعمالونکۍ یاست چي غواړۍ دهغه نه ځان خلاص کړۍ او یوه بده ورځ درباندي تیره شوې وي او په دې وخت کي مو څوک وږغوي چي ( داسي ښکاري تاسو یوه پیک شرابو ته اړتیالرۍ) نو دابه ډیره ګرانه وی چي مقاومت وکړئ .

کاسلاو وايي: پدې باید پوه شۍ چي هرومرو به څه اندېښنې موجودي وي، مګر باید له زغمه څخه کار واخلۍ. په یوه وخت کی د یوې پیښي سره معامله وکړۍ او په یوه وخت کی له یوې ورځي سره. هغه وايي: ( کله چي تاسو بدلون مومۍ نو باید دهغه د ځینو بدو پایلو سره چي د خپل ځان او د خلکو او د چاپېریال په اړه وي، هم مخامخ شۍ.)(تاسو باید دهغوي سره په معامله کولو کي د ځانه سره یو ډول مرسته وکړۍ او ددې توپانونو په وړاندي ودرېږئ.)