چاودني ١٤ طالبان ووژل

34 | جنوري 5th, 2010


د افغانستان په شمالي ولايت کندز کي يوې چاودني ١٤ طالبان وژلي دي.
د کندز امنيه قومندان عبدالرزاق يعقوبي وايي دغه طالبانو غوښتل چاودونکي مواد په يوه مني بس موټر کي ځاى پر ځاى کړي چي وروسته چاودنه رامنځته سوې ده.
د نوموړي په وينا پېښه د کندز په باغ شرکت سيمه کي د دوشنبې په ماښام ناوخته رامنځته سوې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024