دلته ياغي ته طالبان وائي او هلته طالب ته ترهګر …؟
که چيرې د هېواد د تيرو دريو لسيزو ورور وژنې ، درپه دريو او هېواد ورانونې اصلي لاملونه وڅيړل شي نو د نورو لاملونو ترڅنګ يو پياوړی لامل يې زمونږ د پوهې د کچې ټيټوالی او له پاکو احساساتو څخه ناوړه ګټه اخيستل ؤ.
هرچا خپلو شخصي ګټو په خاطر ورور يې د ورور په لاس وواژه ، موريې د اولاد په ويرکښينوله او د ماشوم له سرڅخه يې د پلار د مهربانۍ لاس لنډ کړ، پتمنې نجونې بې پته شوې او له ځوانانو څخه مو هديرې ډکې شوې ، هېواد مو لوټې لوټې ، په افغاني غيرت مو پښه کيښودل شوه او افغانستان د نړيوالو ترهګرو په اډه بدله شوه .
هر چا او هرې ډلې د خپل توان په اندازه ددې هېواد په ورانولو کې برخه واخيسته او دې لړ کې زمونږ ګاونډي هېوادونو په ځانګړې توګه د پنجاب حاکمانو د اسلام تر پوښښ لاندې د افغانستان په ورانولو او د افغان ملت په درپه دريو کې ترټولو زياته ونډه درلودله او تر ننه پورې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي .
د پنجاب حاکمانو او ددوی استخباراتي ملايان خپلو هدفونو ته د رسيدو په خاطر له اسلام څخه د يوې وسيلې په توګه ګټه اخيستې ، کله يو ورک نومی پنجابي الاصل د انګريزي ائين پيرو د شهرت لوړو پوړيوته اوچتوي او د مفتي اعظم په لقب ورکولو سره يې له خولې څخه دا فتوای راباسي چې ګواکې په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه اسلامي جواز لري مګر په پنجاب کې په مطلقه توګه حرام دی ځکه چې هغوی په اصل شړشمو سرونه غوړوي او ترټولو غوره مسلمانان دي ولې چې د اسلامي قانون پرځای د انګريزي ائين پيروان دي .
دوی زمونږ د ښوونځيو دروانولو فتوای ورکوي ، د معصومو نجونو پرمخ تيزاب شيندي مګر د خپل هېواد نجونې او هلکان يې هغه د چا خبره په يونيورسټيو کې ګډ سبق وايي، خپل زلميان او نجونې د تکنالوژۍ عصري زده کړو ته هڅوي خو زمونږ زلميان ځان وژنې ته روزې ، زمونږ په هېواد کې ياغيانو ته دمجاهد او طالب لقب ورکوي او په خپل هېواد کې طالب ته ترهګر وائي او د پښتنو په اووه واړه اجنسيو کې هره ورځ خروار خروار بمونه پرې ورغورځوي او بې ګناه خلک پرې وژنې. او اوس چې د بې ګناه خلکو له وينو څخه سرې لمبې جوړې شوې او د پنجاب لمن يې نيولې نو هره ورځ د استخباراتي ملايانو او مفتيانو له خولې څخه نارې سورې راوځي چې په هيڅ دين او مذهب کې ځانمرګی بريد نشته او له خپل دولت څخه غوښتنه کوي چې د طالبانو په ځپلو کې کوټلي ګامونه پورته کړي مګر کله چې د ولي الرحمان په نامه له اسلام څخه ناخبره د پنجاب حلقه په غوږ غلام وائي چې مونږ په افغانستان کې خپل جهاد ته دوام ورکوو بيان د مفتيانو او مولاناګانو خولې تر غوږونو پورې وازيږي او خپله فتوای د جيب په يوه څنډه کې ږدي ځکه دوی پوهيږي چې نور نو د پنجابيانو پرځاي مسلمان افغانان وژل کيږي .
نو زه د يو درديدلي افغان په توګه له دغه مفتي اعظمانو او مولانا ګانو څخه پوښتنه کوم چې ترپرونه پورې خو تاسو داعمل روا ګاڼه او په افغانستان کې به چې د کومې تروريستي پيښې قربانيان ډير وو په هماغه اندازه به تاسو شاندار جشنونه نيول نو اوس څه چل وشو چې يو ناڅاپه ستاسو په پنجابي اسلام کې دومره لوی بدلون راغی …؟
په درنښت