کور / رسنۍ / جاج پنځمه ګڼه چاپ سوه

جاج پنځمه ګڼه چاپ سوه

جاج خپلواکه علمي، سیاسي او ټولنیزه مهالنۍ خپرونه د پنج شنبې ورځ د مرغومې په لسمه نېټه له چاپه راووته. دغه ځانګړې ګڼه وه چې د کابینې د اعتماد د رايي د اخیستلو لپاره چاپ شوه. په دغه ګڼه کې ډېرې داسې لیکنې راغلې وې چې د ولسي جرګې له استازو سره یې د کابینې د څېرو په پېژندلو کې مرسته کوله. د دې ګڼې د سرلیکنې عنوان «ولسي جرګه باید چاته د باور رایه ورکړي» و. دغه ګڼه په شپږو مخونه کې چاپ شوې چې دوه یې رنګه او څلور پاتې یې تور او سپینې دي. دغه ګڼه یو ځل بیا د چټک کار له کبله ځینې تخنیکي ستونزې لري. لاندې لیکنې په دغه ګڼه کې تر سترګو کېږي:

– د قرآن لار سیدعبدالله ولي زی

– ولسي جرګه داعتماد او بې اعتمادۍ پر پوله محمداجمل هوډمن

– د چرس سالارۍ سالار مسعود عمر

– مخدوم رهین احقرالعباد قسیم غورځنګ

– افغانستان وايي: د رټل شوي شیطان له شره پناه غواړم صفي الله اوریا

– په هندوستان کې د افغان محصلینو سرخلاصۍ لیک

د جاج اداره یو ځل بیا په ټولو لیکوالو، سیاستوالو، سوداګرو او د قلم په څښتنان غږ کوي چې دغه خپرونه ستاسو مادي او معنوي مرستو ته اړتیا لري او په دو تمه ده چې ستاسو مرستې له دغې ادارې سره ګړندۍ شي تر څو وتوانېږي په ښه توګه د هېواد لپاره د چوپړ وړ وګرځي.

په درنښت

د جاج اداره

ټېليفون شمېره: ۰۰۹۳-۷۷۷۸۶۹۸۷۷

برېښنالیک: jaaj.monthly@gmail.com

پوست خونه: ۱۶۱۴ کابل مرکزي پوست خونه کابل افغانستان