کور / تازه خبرونه / دوهم برتانوى عسکر ووژل سو

دوهم برتانوى عسکر ووژل سو

د برتانيې د دفاع وزارت منلې چي يو عسکر يې د افغانستان په جنوبي سيمه کي وژل سوئ دئ.
د دفاع وزارت وايي دغه عسکر د يکشنبې په ورځ هغه مهال په هلمند ولايت کي د طالبانو په ډزو ووژل سو، چي له خپلو نورو ملګرو سره يې ګزمه کوله.
دا د ٢٠١٠ کال د پيل راهيسي د برتانيې دوهم عسکر دئ چي وژل کېږي، د لومړي د مړيني خبر پرون خپور سو چي ويل د سړک د غاړي ماين پر چاودلئ وو.