کور / کیسه / شين خالۍ (۳)

شين خالۍ (۳)

دريمه برخه

٢٤ -١٢ -٢٠٠٩

د شين خالۍپلاردکورترڅنګ يــوه ښکلې بـــڼ جـوړ کړی ؤچــي دکــلي دلوېې بيــالې څخه ېې يوه وړه بياله ورته ويستلـې وه کوم چې دهغې نه به ېې د بــڼ دحاصـلاتودخړوبولولپاره استفاده کوله اوهمدارنګه دباغـچې په مينځ کې ېې دابــوپکی درولــې وه کـوم چـې ددې بيــــالې په اوبوڅرخيده
چې دهغه د پاسه ېئ داغزو کوټنی جوړه وه نو چې کله به يې داغزوپه کوټنی اوبه وشيندلې، پکي به مرتوبه اوتازه هواهرې خوا شـړله چې په اوړي او ګـرمۍ کې د ناستی اودګرميوڅخه دخلاصون مناسب ځای ګڼل کيده ٠

په بـــڼ کې رنګارنګ ګلان لکه سره او سپين ګلاب ، نرګس ، شبو ،رامبيل ، چمبېلي، کشمالې او نورو ښايسته ګــــلانوسر بيره ترکارۍلـکه تــــور بادنجان ، بينډۍ ، رومي بادنچان ، پالک ، ملۍ ،نوش پياز ، ترائي او ډير نورمختلف حـبوبات او د کور ضــــرريات کـــرل چې زيړګل به دهـغو څخه څارنه کوله ٠

زېړ ګل ددرس او تعليم تر څنګ د تره سره د کرنې اومالـدارۍ په برخه کــې پوره لاس ورکاوه ، هغه چې کله بــه د ښوونځۍ څخه فــارغ شونـــوځمکودخــــړوبولـــو او دڅارويــو په روځنې بـه بوخت ؤ ٠

زيړ ګل د زميندارۍ په بـــرخه کې د تره سره اوږه په اوږه کار کوه ، د مځکې په اړولولکه ماله ، قلبه او ابولګولو کې ېې دبــزګر سره مرسته کوله ٠

شين خالۍ چې پـه خپل سينګار مينه وه يو ورځ زيړګل ته چـــې د باغچې په سمبالو بوخت وه داسې وويل٠
زيړګله ديره مده وشوه چې د بنجاري پته نه لږېږي ٠
زيړ ګل چې په باغچې کې په خپل کار بوخت ؤ شين خـالۍته ېې وکتل او بيرته په خپل کار بوخت او په جواب کې ورته وويل ٠
بيا د ې دکوم سينګار شوق په سر کې راغلی دی ٠
شین خالۍ په جواب کې ورته وويل٠
ته نه ګورې چې ليچې مې تشی دی او زه د زرګر ددوکان نه د نو جامو لپاره پاولي غواړم ٠

زيړ ګل سر ورته وښوروه او ورته يې وويل٠
سمه ده سبا له خيره د مور نه دی اجازه اخلم د زرګـــر دوکان له دی بيايم او بيرته په خپل کار بوخت شو ٠
زيړ ګل ته د شين خالې د ا هيله ډيره خوندوره وبریښیده او له ځانه سره ېې داسې زمزمه کوله ٠

مــــانــــه د زرګــــر د دوکــــان
خیــــالي پــــاولــــي غـــواړي

سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

سبا کله چې زيړ ګل د ښوونځی څخه راستون شو نو دشين خالۍ پلار د روغبړ نه وروسته ورته داسی ويل٠
زيړګله ځويه !
زه د يو ضرور کار لپار ه ښار ته روان يم او نن ځموږ د اوبو وار دی هيله ده چې د بزګر سره د ابو په لګولو کې مرسته وکړې او پام دې وې چې څاروی هم درنه وګي يا تږي پاته نشې ٠

زيړګل چې د شین خالۍ سره د زرګر ددوکان وعده کړې وه او دبلې خوا د تره دخبری نه تيريدل هم ورته ګر انه وه په جواب کې ورته ويل ٠
سمه ده تاسو بيغمه اوسې زه کارونه سمبالوم ٠

شين خالۍ چې د پلار او زيړ ګل خبری واوريدې خوابدی بیرته د کلا انګړ ته ننوتله زيړ ګل د شين خالې په ټنډه پوه شو ورسته ېې ورته وويل٠

شين خالۍ ته مروريږه مه، سبا به له خيره وخته تا د زرګر دوکان له بيايم ٠

کله چې ماښام زيړ ګل د کارو څخه فارغ شو نو د کاکا ناوې نه چې زیړ ګل به دمور مينه پری ماتوله دسباورخې دشين خالۍ دزرګرددوکان دتـــګ اجازه واخيسته اوسبا دواړه د زرګر دوکان په لورې روان شول چې په لاره کې زيړ ګل د ځانه سره داسې زمزمه کوله ٠

اشــــنا ځما نه مرورده
د لاس بنګړی می خوږ اشنا په بی صبری غواړی
سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

نو کله چې دزرګر دوکان ته ورسیدل نو زيړګل زرګرته داسې اظهار وکړ ٠

زرګره نقد ی روپی واخله
مانه اشنا د لاس بنګړی په خپل مرزی غواړی
سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

ورسته بيا زيړګل په ډیره مينه داسې زمزمه کوله ٠

بنګړی دیارپه لاس کی خوند کړی
په سپین مړوند د بڼګړو شرنګ ښکلی ځوانی غواړی

سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

ما هم د زيړګل د زړه خـــبری د شعر په ژبه پيــــل او محترم صدیق شباب ته د يو ښکلې کمپوز لپاره ورکړ چې نن سبا به داښکلې کمپوز زموږ د هيوادوالو د توجه وړ وګرزي چې شعر ېې په لاندې ډول دی ٠

شنه بنګړی
مــــانــــه د زرګــــر د دوکــــان
خیــــالي پــــاولــــي غـــواړي

سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

اشنا ځما نه مرور ده
د لاس بنګړی می خوږ اشنا په بی صبری غواړی
سپینی لیــــچی تشی ګــــرزی
لیلا ځمانه شنه بنګړی غواړی

زرګره نقد ی روپی واخله
مانه اشنا د لاس بنګړی په خپل مرزی غواړی
سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

بنګړی د یار په لاس کی خوند کړی
په سپین مړوند د بڼګړو شرنګ ښکلی ځوانی غواړی
سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي
لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي