" /> " /> " /> " /> امريکا: د خوست ځانمرګى درې مخى وو – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / امريکا: د خوست ځانمرګى درې مخى وو video

امريکا: د خوست ځانمرګى درې مخى وو video

د امريکا استخباراتي شبکې ويلي د خوست د حملې ترسره کوونکى اردنى درې مخى وو.

د امريکا د سي، آى، اې شبکه وايي د خوست د پېښي څېړنه ښيي چي همام الخليل پر يوه وخت د درو مختلفو شبکو دپاره استخباراتي معلومات برابرول.

د سي، آى، اې اداره وايي همام الخيليل د اردن د حکومت له خوا قبايلي سيمو ته لېږل سوئ وو چي د القاعدې د دوهم مشر ايمن الظواهري سره وويني او بيا د هغه په هکله معلومات د اردن حکومت او سي، آى اې ته ورکړي، خو نوموړي نه يوازي دا چي د ايمن الظواهري معلومات اردن او سي، آى، اې ته ورنکړل، د سي، آى، اې شبکه يې په نښه کړه.

د خوست حمله چي ويل کېږي يوه اردني ډاکټر همام الخليل کړې د تېر ٢٠٠٩ کال په وروستيو ورځو کي د امريکا په يوه مرکز کي ترسره سوه، چي د امريکايي استخباراتو اته لوړ پوړي مامورين يې ووژل.