کور / تازه خبرونه / امريکا بيرته په يمن کي سفارت پرانيست

امريکا بيرته په يمن کي سفارت پرانيست

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يمن کي د خپلي خپل سفارت د بيرته پرانيستلو خبر ورکړ.
امريکا تېره اونۍ خپل سفارت په يمن کي د القاعدې د احتمالي بريدونو له کبله تړلى وو.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي په دغه هيواد کي دوى ته د القاعدې ډلي د ځينو ګروپونو له خوا د بريدونو ګواښونه کېږي چي له امله يې دوى خپل کار بند کړ، خو اوس چي د يمن حکومت په شمالي سيمو کي د القاعدې شبکې پر ضد کامياب عمليات کړي دوى بيرته خپل کار پيلوي.
تر امريکا وروسته برتانيې او فرانسې هم په يمن کي د خپلو سفارتونو د تړلو خبر ورکړ، چي تر اوسه پوري بند دي.
بلي خواته د امريکا ولسمشر باراک اوباما ويلي د يمن له حکومت سره به پوځي، استخباراتي او مالي مرستي وکړي چي د القاعدې شبکه په دغه هيواد کي وځپي، همدا راز د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن پر لوېديځو هيوادونو ږغ کړي چي يمن د القاعدې په مرکز بدلېدونکى دئ او بايد له دغه هيواد سره په مرستو يې مخنيوى وسي.