کور / تازه خبرونه / بانکي مون افغانستان په يوه نازک حالت کي دئ

بانکي مون افغانستان په يوه نازک حالت کي دئ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په افغانستان کي د ناکامۍ احتمالي خبر ورکړ.
بانکي مون وايي د افغانستان د جمهوري رياست انتخابات په منازعه واووښتل، حکومت کمزورى دئ او ولس پر حکومت بې باوره دئ چي دغه حالت يو ډول مايوسي رامنځته کړې ده.
ښاغلى مون وايي که دغه حالت همداسي دوام وکړي ليري نه ده چي د افغانستان ماموريت به ناکامه سي او د برياليتوب دپار لازمه ده چي د لوېديځ او حامد کرزي د حکومت ترمنځ بيرته د باور فضاء رامنځته سي.
د ملګرو ملتونو مشر ويلي په افغانستان کي طالبان پياوړي سوي او دغه هيواد په يوه نازک حالت کي قرار لري.