کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزی دسویس په لور خوځیدلی.

ولسمشر کرزی دسویس په لور خوځیدلی.

ولسمشر حامد کرزی دیوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن له غرمې مخکې دسویس په لور رهي شو، تمه کیږي چې ولسمشر کرزی به په سویس کې دنړیوال اقتصادي ناستې برخوال وي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ نه لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپانه کې لیکل شوي چې ولسمشر کرزی به ددی اقتصادي ناستې په لړ کې دسویس له ولسمشر پاسکال کوچپین، دبریتانیا له لومړي وزیر ګورډین براون، دامریکا دمتحدو ایالاتو دباندینیو چارو له وزیرې کانډولیزا رایس، د اوکراین له ولسمشر ویکټور یوشینکو، دالبانیا له لومړي وزیر صالح بریشا، دهالنډ له لومړي وزیر جان پیټر بالکنیندي، دپاکستان له پخواني لومړي وزیر شوکت عزیز او دیونیسف له اجرائیوي مشرې میرمن وینیمن سره وګوري او په اړوندو موضوعګانو ورسره خبرې وکړي.
پدې سفر کې له ولسمشر کرزي سره دبهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر اسپنتا، دمالېې وزیر ډاکټر انوار الحق احدي، دملي امنیت په چارو کې سلاکار زلمی رسول او یاند ملګري دي.
دا نړیواله اقتصادي ناسته به دروانې چهارشنبې په ورځ دسویس په ښکلي غرنیز ښار داووس کې پیل شي، دغې ناستې ته دګډې نوې پیاوړتیا نوم ورکړل شوی دی.
پدې ناسته کې د ۸۸ هیوادونو نه دوه زره او پنځه سوه استازي برخه اخلي، چې ډیری دا استازي سیاسي او اقتصادي څټې دي.
دنړیوالې اقتصادي ناستې په سږني کال غونډه کې چې پنځه ورځې به دوام وکړي، ۲۷ ولسمشران او لومړي وزیران او ۱۱۳ وزیران پکې برخه اخلي، ددی ترڅنګ دملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون او نړېوالې روغتیا ټولنې مشر مارګات چان به هم ګډون ولري.