کور / تازه خبرونه / زابل:سوله ساتو ګڼ کسان ونيول

زابل:سوله ساتو ګڼ کسان ونيول

دزابل اوسېدونکو خبر ورکړ چې دهغه ولايت په مرکز کلات ښار کې نړۍ والو سوله ساتو ځواکونو اوه کسان نيولي دي . دغه کسان تېره شپه له کورونو راايستل سوي او پوځي قرارګاه ته بيول سوي دي . په دغو کسانو کې يونت دمحمد داود ګلزار په نوم دى چې شخصي ساختماني شرکت لري . يودده ورور مشال خان دى او درې يې دولسي وګړو په وينا مېلمانه دي ، دوه نور کسان دکبير نومي له کوره بېول سوي دي خو ددوى دنيولو په اړوند لا تراوسه افغان حکومت او نړۍ والو ځواکونو څه نه دي ويلي.