کور / تازه خبرونه / اېران: پر ٦٠ خپرونو باندي بنديز ولګېدئ

اېران: پر ٦٠ خپرونو باندي بنديز ولګېدئ

د اېران د بهرنيو چارو وزارت وايي په دغه هيواد کي يې د بي بي سي، بشري حقونو سازمان او د حکومت د مخالفو ډلو پر ويباسيټونو، ورځپاڼو او راډيويي او ټلوېزوني خپرونو باندي بنديز لګولئ دئ.
د بهرنيو چارو وزارت وايي په دغه ليست کي ٦٠ بېلابېلي مطبوعاتي خپروني شاملي دي، چي د امريکا او لوېديځ په پيسو چلېږي.
د اېران حکومت دغه رسنۍ د حکومت په تخريب تورني کړي او وايي دوى د حکومت پر ضد سوړ جنګ پيل کړئ چي غوښتل يې د اېران نظام تبديل او عامه ذهنونه د حکومت ضد پاڅون ته وهڅوي.