اردن : په خوست کي ځانمرګی بريدکوونکي اردنی تبعه نه و
د اردن هيواد په رسمي ډول دا خبره رد کړه چي ويل کېده په خوست ولايت کي د امريکاپه پوځي اډه کي ځانمرګی بريد کوونکی چي ۸ تنه د سي ای اې کارکوونکي يې ووژل د اردن هيواد تبعه و .
د اردن هيواد لخوا په رسمي اعلاميه کي ويل سوي چي هيڅ داسي ثبوت او شواهد نسته چي له مخي يې څرګند سي چي بريد کوونکی اردنی و .
د بريد څخه وروسته طالبانو ددې بريد مسوليت ومانه او ويې ويل چي بريد د افغان ملي اردو د يوه افسر لخوا ترسره سو .