نړيوال روغتيايي سازمان افغانستان ته د خوګ زکام واکسين ورکوي

د لراوبر اداره | جنوري 6th, 2010


نړيوالي روغتيايي سازمان وايي چي په نژدې ورځو کي به افغانستان ته به د پنځه لکه کسانو لپاره د خوګ زکام واکسين راوړي ، د افغانستان د روغتيا وزارت د احصائيې له مخي دا مهال په افغانستان کي ۹۴۸ کسان په دې ويروس ککړ ثبت سوي او تر اوسه ۱۱ تنه وژل سوي دي .
د نړۍ زيات شمېر هيوادونو د خوک زکام پر وړاندي څو مياشتي مخکي څخه د خپلو وګړو واکسين کول پيل کړي وو ، د روغتيا وزارت وايي ددې ويروس د پېژندني په لومړيو کي يې ددې ناروغۍ پر ضد د واکسين غوښتنه کړې وه خو نړيوال روغتيايي سازمان په داسي وخت کي افغانستان ته دواکسين راوړلو خبره کوي چي دلته يو ځل بيا د خوګ زکام ويروس خپرېدلو کچه مخ پر زياتېدو ده .

Copyright Larawbar 2007-2024