کور / تازه خبرونه / سيمه ايز خلګ: د ننګرهار چاودنه بهرنيانو وکړه

سيمه ايز خلګ: د ننګرهار چاودنه بهرنيانو وکړه

د ننګرهار د روداتو ولسوالي اوسېدونکي امريکايي پوځيان په هغه چاودنه تورنوي چي وايي پنځه تنه يې ووژل او ٤١ نور يې ټپيان کړل.
دغه پېښه نن سهار لس بجې هغه مهال سوې چي امريکايي پوځيان او افغان پوليس سيمي ته د بيا رغوني د يوې پروژې د ليدني په بهانه ورغلي وو .
د سيمي خلګو تر چاودني وروسته په مظاهرو لاس پوري کړئ او د مړه دي وي امريکا شعارونه ورکوي.
بلي خواته د ننګرهار د والي وياند د دغي چاودني مسئوليت پر طالبانو اچولئ خو طالبانو په دې هکله څه نه دي ويلي.
د والي وياند احمدضياء عبدالزي خبريالانو ته وويل په چاودنه کي دوه پوليس او درې ماشومان وژل سوي او نيژدې ٤١ کسان پکښي ټپيان سوي دي، چي درې امريکايان هم پکښي شامل دي.
خو د سيمي اوسېدونکي وايي چاودنه د امريکايي پوځيانو له کاروان څخه د لاسي بم په وسيله ترسره سوه.
د ننګرهار د والي وياند اوس د عامو خلګو دغه ادعا ردوي خو وايي د ننګرهار والي په دې هکله امنيتي ادارو ته د پلټني امر کړئ دئ.