کور / تازه خبرونه / وزيرستان: امريکايي بمباريو درنه مرګ ژوبله اړولې ده

وزيرستان: امريکايي بمباريو درنه مرګ ژوبله اړولې ده

د شمالي وزيرستان څخه ورکړل سوي تازه خبرونه وايي چي نن سهار امريکايي بې پيلوټه الوتکو پر يوه کور بمبار کړئ چي ١١ وسله وال يې پکښي وژلي دي.
پوليټيکل چارواکي وايي لومړۍ حمله نن سهار پر څلورنيمي بجې د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کي پر يوه کور وسوه، وروسته چي په رڼا کي خلکو مړي او ټپيان را ايستل دوهمه حمله وسوه، چي له امله يې تر اتو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چي ټول قربانيان يې ملکي کسان دي.