غزل

36 | جنوري 6th, 2010


چې مې له ياره دعا واخيسته او راغلم
نهيلۍ! ما بريا و اخيسته او راغلم

پس له دېنه به په يار باندې هېڅ نه شي
ما يې ټوله بلا واخيسته او راغلم

زه په يو ګام تر اسمانه ځكه لاړم
چې مې تاته ښكلا واخيسته او راغلم

دې كمكي ريبار نور هېڅ راته را نه وړل
وايي زړه مې درزا واخيسته او راغلم

هلته ټول راپورې تنګ و قبرستانه
ما له ټولو پنا واخيسته او راغلم

Copyright Larawbar 2007-2024