کور / تازه خبرونه / تازه خبر: پر کابل راکټي حمله وسوه

تازه خبر: پر کابل راکټي حمله وسوه

د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د کابل پر ښار راکټي حمله سوې چي درې تنه يې ټپيان کړي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په ټپيانو کي يوه ښځه او دوه ماشومان دي چي پر کور يې راکټ لګېدلئ دئ.
د کورنيو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کي ويلي چي دوه راکټونه پر ولسي هستوګنځايونو او يو هم په يوه ميداني کي بېله چاودني رالوېدلئ دئ.
د پېښي په هکله پلټني شروع سوي خو نه يې دولت پر چا پړه اچولې او نه يې هم تر اوسه چا مسئوليت پر غاړه اخيستئ دئ.