کور / تازه خبرونه / پر ايران نوي انتقادونه

پر ايران نوي انتقادونه

په نيويارک کې د ډيموکراسۍ د ملاتړ يوه خپلواک سازمان په خپل بيان کې ويلي دي، د يران د حکومت هغې پرېکړې چې له لسګونو نړيوالو سازمانونو سره يې همکاري درولې، دغه سازمان ته لانجې پيدا کړي.

د ايران د استخباراتو وزارت د دوشنبې په ورځ د ډيموکراسۍ د ملاتړ د دې خپلواک سازمان او د ازادۍ راډيو د ايرانۍ څانګې په ګډون شا خوا شپېته ادارې او رسنۍ تورنې کړې چې په ايران کې يې نرمې جګړې ته لمن وهلې، دې وزارت د ايران له خلکو غوښتنه کړې چې له دې له دغوادارو سره دې همکاري نه کوي.

د بې پولې خبريالانو ادارې بيا ويلي دي د ايران دې اقدام وښوده چې دا هېواد د مطبوعاتو لپاره د يوه زندان حيثيت لري. په دې هېواد کې دا وخت دوڅلوېښت خبريالان بنديان دي.