پنټاګان: د ګوانتانامو بنديان له ياغيانو سره درېږي

34 | جنوري 7th, 2010


د امريکا د دفاع وزارت وايي د ګوانتانامو زندان څخه خوشي سوي کسان بيرته د ياغيانو له ډلو سره يوځاى کېږي.
پنټاګان ويلي د ٢٠٠٩ کال د اپرېل ترمياشتي وروسته ترسره سوې سروې ښيي چي د خوشي سوو کسانو ١٤% فيصده يې بيرته د ياغيانو له ډلو سره درېږي، په داسي حال کي چي دغه فيصدي په ٢٠٠٨ کال ١١ فيصده وه.
پنټاګان دا نه دي ويلي چي د کومو هيوادونو خوشي سوي بنديان بيرته د القاعدې سره درېدلې دي.

Copyright Larawbar 2007-2024