کور / تازه خبرونه / پوليس مېرمن ووژله، ځان يې زخمي کړ

پوليس مېرمن ووژله، ځان يې زخمي کړ

د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي يوه پوليس له خپلي مېرمني سره جنګ کړئ چي له امله يې مېرمن وژلې او خپل ځان يې سخت ټپي کړئ دئ.
د کوټي د پوليسو مشر وايي د اميرنواز په نوم يوه پوليس له خپلي مېرمني سره جګړه کړې، چي وروسته هغه د پلار کره تللې وه، وروسته پوليس ورغلئ مېرمن يې وژلې او پر هغه ځاى يې ځان هم ويشتلئ دئ.
اميرنواز چي اوس د کوټي په سېول هسپتال کي پروت دئ ډاکټرانو يې حالت نازک ښودلئ دئ.