کور / تازه خبرونه / ګوګل خپل ځانته نوى مبايل را و ايستئ

ګوګل خپل ځانته نوى مبايل را و ايستئ

د امريکا د متحده ايالاتو په کلفورنيا کي د ګوګل انټرنيټپاڼي مشرتابه د نيکس ون په نوم يو نوى ماډل مبايل بازار ته وړاندي کړ.
دغه مبايل د آى فون غوندي جوړ سوئ، چي د انټرنيټ د کارولو پر مهال د نورو مبايلونو په پرتله د ګوګل او نورو ويبپاڼو په خلاصولو کي د پام وړ اسانتياوي پکښي رامنځته سوي دي.
نيکس ون مبايل ١٣٠ ګرامه وزن، درې اعشاريه اووه اينچه ټچ سکرين او پنځه ميګاپيکسله کېمره لري.
د ګوګل کمپنۍ له خوا د دې مبايل بيه ٥٢٩ امريکايي ډالره ټاکل سوې ده.