دډاکټردرويزه ناګهاني مړينه اودرسانيو چپ تيا
هغه انسان چي زړه يې پرنورو تپيدی ، هغه چي دافغان په نوم يې خپل ټوله هستي حتا ژوند قربان کړ، هغه لوړانسان چي وسره اورته يې دافغانستان او افغانانو په خاطرورودانګل ، هغه درويزه چي کچکول يې دښووني اوروزني په خاطرنيولی او کور په کوريې دافغانستان دښووني اوروزني دبهير دپاره ګدايي ګري کول.دافغانستان په ټولو خطر ناکو وختونو کي هغه دبيا جوړونو په کارونو بوخت او په پای کي دهمدغه آرمان دپاره سپلنی سو.
خبره ديوه هيوادپال پرخاوره دمين او غښتلي تحصيل يا فته انسان درويزه مرحوم کوم. مرحوم درويزه اڅکزی دمرحوم حاجي مددخان زوی دکندهار په چغرۍ نومي کلي کي دې دنيا ته ستر ګي غړولي او خپل لومړۍ زده کړې په کابل کي درحمان بابا په ليسه کي ددوهم ټولګی څخه را پيل کړې دي، چي په نوموړي ليسه کې دبکلوريا تر کچي يې زده کړي وکړې، هغه دخپل ځاني استعدادپه وجه دظاهر شاه بابا دپاچهي په دوران کي په کال ١٣٤٨هـ ش کال والمان ته دلوړو زده کړودپاره وا ستول سو، هغه دلوړو تحصيلاتو چانس دخپل ښه لياقت اولوړو نمرو په تر لاسه کولو سره تر لاسه کړ، هغه په خپل ټولګۍ کي اول نمبره وو.مرحوم درويزه په تقريبي ډول په کال ١٣٤٨هـ ش کلونو په شاه وخوا کي دغربي المان وهيواد ته دمحصيل په توګه دعضوي کيميا په ريشته يا برخه کي وليږل سو.او په غربي المان کې د ډاکټرۍ تر کچي لوړ تحصيلات دعضوي کيميا په برخه کي تر لاسه کړه .مرحوم درويزه خپل لومړی واده په کندهار کي وکړ،چي دواده ثمره يې يو زوی چي وزيرجان نوميده پيداسو. خوپسله څه وخت څخه يې ښځه وفات سوه.څه وخت چي مر حوم درويزه خپلي زده کړي پايته ور سولې او بايد بيرته خپل هيواد ته را ستون سوی وای ، دبده مرغه په افغانستان کي دغوايي دميا شتي اړدوړرا منځته سو.اوورځ تر بلي ورځي شرا يط خرابيدل ، څو دومره شرا يط خراب سول ، چي تر دوه ميلونه ډيرافغانان دنړۍ ګوټ ، ګوټ ته مهاجر او پناه وړونکي سوه . مر حوم درويزه هم دهيواد دغه نا خوالو ودې ته مجبور کړ ، چي هم هلته پاته سي.او بيا هغه وخت چي دشوروي لښکرو هيواد اشغال کړ، نو يې په اګهانه توګه دا پر يکړه وکړه ، چي نور به تر هغه وخته هيوادته نه ځم ، څوهيوادمو نه وي آزاد سوی ، دهغه پوره زړه غوښت چي هيواد ته ولاړنه سي او هلته دخپل تعليم او ښوونيځو پوهي په ګټه اخيستلو سره ،دکيميا په برخه کي ، هيوادوالوته ګټه ور سوي ، خو دهغه سالم فکر ددې اجازه ور نه کړ ه،چي هغه دي تر اشغال لاندي ، هيوادته بيا ستون سي.اوهغه داتګ ددښمن پرژرنده دابواچولو په معنا ګڼی.نو په همدغه دورا ن کي مرحوم درويزه اڅکزي ،دژوند دپرمختګ دپاره خپل ژوند په المان کي خوښ کړ.او ددوهم ځل دپاره يې ديوې منوري نجلۍ ( ستارې اڅکزۍ ) سره واده وکړ .ستاره اڅکزی ، چي خپله هم يوه منوره او دلوړو زده کړو خاونده وه دمرحوم درويزه سره په ژوند کي خوشحاله او ښه ژوند يې درلود . دوی دواړو په المان کي خپل مسلکي کارونه درلودله،خو دوخت شرا يط داسي را غلل ، چي دغوايي دمياشتي داومي ورځي اړودوړبيا په يو بل اړودوړ سره وا وښت او دهمدغه غواي دمياشتي پر اتمه نيټه بيا يوبل اړودوړ دمجاهيد ودحکومت په نوم را منځته سو چي دهيواد خلکو ته دمنلو وړ نه وو. کوڅه په کوڅه جنګونه او هيواد پر شمال او جنوب سره وويشل سو. چي په نتيجه کې طالبان را وزيږول ، طالبانو دهيواد تجزيې ته دپای ټکی کيښود. اوهيواد يې دتجزيې څخه وژغوره ،نو داسي شرا يط را منځته سوه چي يولړ منورينوددې جرعت وکړ ، چي هيواد ته دبيا ابا دولو دپاره په مؤ قتي توګه ولاړسي.چي دهغه دجملې څخه يوهم ډاکټر درويزه وو، چي دطالبانو پر پير کندهار ته ولاړ او دغازي عبدالله خان اڅکزي ليسه يې جوړه يا تر ميم کړه .او هغه چي دمجاهيدينو پر محال په خپل منځي جګړو کي دمنځه تللې وه ، دبيا دپاره ور غول سوه .په سپن بولدک او دهغه په شاه وخوا کې زده کونکي ودې ته وهڅول ، چي خپلي زده کړي په نوموړي ليسه کي تر سره کړي.هغه دا ټول خطرات پر ځان باندي منل ، خودهيواددبچيانوبې سوادي يې نه سو تحمل کولای ، هغه په دې کار ډير خوښ وو، چي خطريې پر ځان منلی او يو ګټور عمل يې تر سره کا وه.
خو ورسته تر هغه چي يولسمه دسپټمبررا منځته سوه او طالبان دالقاعده په نوم بدنام سوه ، اودامريکايانوسره داوسما بن لادين پر سرلاس او ګريوان سوه ، نوامريکايانوهم پر افغانستان باندي تجاوز وکړ او افغانستان يې دالقاعده په نوم اشغال کړ، طالبان يې دشمالي تلوالو په مرسته ددولتي ځواک څخه محرومه کړه اوقدرت دبن دکنفرانس څخه ورسته مؤقتي ادارې ته وسپارل سو،په هيواد کي دبيا ابادولو خبري تازه سوې ، چي په دې وخت کي ښوونځی ، پوهنتونونه ،کتاب خانې ،خپروني علمي او تحصيلي شرا يط سم سوه. او يو لړ منورين دهيواد دبيا آبادولو په مؤخه هيواد ته ولاړل ، چي ددې جملې څخه يو هم درويزه اڅکزی ؤ ، چي دالمان هغه ښه شرا يط يې پر يښودل .ده اوخانمي يې دا هوډ وکړ چي خپل هيواد ته به بيا ځي اوهلته به دايمي ژوند کوي ، دبل په هيواد کي ژوند خوند ورنه کړ؛ که څه هم هغوی دالمان دهيواد نشنلټي هم درلودله، کار ېې هم درلود اودژوند سطحه يې هم اوچته وه.خو په هر صورت هغوی خپل ژوند په افغانستان کي دبيا ابادولو او خپلو هيوادوالو ته دخدمت په منظور ښه ګاڼه، نويې کډه را پشاه کړه او مخامخ هيواد ته را غلل، او په کند هار کې ژوند را پيل کړ.لکه مخکي چي هم وويل سوه ،ستاره اڅکزۍ چي په يوه منوره کورنۍ پوري يې اړه درلودله ،دخلکو په منځ کې ځان دولايتي شورا دپاره ونوموی اوولايتي شورا ته بريالۍ سوه،بيا ورسته دهمدغه شورا درياست دمر ستيالي په توګه وپيژندل سوه.او ښاغلی مرحوم درويزه بيا په علمي برخه يعني دکندهار په پوهنتون کي دکيميا داستاز په توګه کار را پيل کړ.دواړه په کندهار کي خلکو او ټولني ته ډيرګټوروه. خودبده مرغه ستاره اڅکزۍ د٢٠٠٩م کال داپريل پر ١٢ نيټه ديکشنبې په ورځ پر څلورو بجودهيوادده دښمنانو دخوا څخه په شهادت ورسيدل . اوددې نه ور سته دمرحوم درويزه کورګی وران سو، مېنه ورته سور اورسو.اوکاناډا او جرمني ته يې سفروکړ، خو په کاناډا او جرمني کې هم ژوند تاب ور نه کړ.پسله يو څومياشتو څخه بيرته افغانستان ته ولاړاو پر هغه مېنه چي دهغه مينه شهيده سوې وه ، دبيا لپاره يې غوښتل چي بيا ژوند را پيل کړي . خوبيا هم دهغه سره دخپلي ميني خاطرې اودستارې يادونه ملګري سول اوپه ډير پريشانه توګه يې کله ديوه دوست او کله هم دبل دوست په کور کي شپې او اورځي تيرولې.کله به چغرۍ ته دوروڼو کورته ولاړ او کله به هم دکندهار په ښار کي اوسيده او پوهنتون ته به ددرس دپاره تلی او را تلی ، خو هغه ونه کولای سو، چي په داسي حال کي ژوند ته جريان ور کړي ، چي هغه دژوند هغه ملګرې دلاسه ور کړې وه ، کوم چي دهغه دپاره يوغراو پخه کلاوه. نو دهمدغه سرګردانۍ په درشل کي ،دهغه قلب ناآرامه سو او هغه فعاليت چي ديوه هدف دپاره يې کاوه نور يې توانمندي دلاسه ورکړه اودخپل ورور په کور کي په چغرۍ کي په نا څاپي توګه دزړه حمله پر را غله اوددې فاني دنيا څخه يې دابد دپاره ستر ګي پټي کړې .( روح دې ښادوي ) :په دې کي شک نه سته چي دهغه زاره وچاودل او په اصطلاح زاره ترک سو . خو خبره دلته ده، چي هغه يو وا قيعي هيوادپال او دهيواد دپاره يې داټوله قربا نۍ ور کړې او خپل ښه ژوند يې دجرمني په سطحه پر يښود. او خپل هيواد ته را ستون سو ، ولي دګيلي وړ خو داده چي ددومره يوه غټ انسان پر مړينه هيچاه هم يو ساده خبر هم خپور نه کړ. هغه په افغانستان کي يوازنی دکيميا لوی ډاکټروو، هغه په المان کي دپوهنتون استازي دکندهار دخلکو په خا طر پريښودل او په کندهار کې دپوهنتون استازي قبوله کړه ، هغه وکندهار ته ډير لوړ خدمتونه تر سره کړه او مجهزلابرا توارونه يې دکيمياپه برخه کي په ډيرو مډرنو سامان الاتو سره را وړل ،هغه په کيميا کي دلسو اثارو په شاه وخوا کي کتابونه ، علمي څيړنيزي مقالې اويوه لويه ډکشنري په پښتو ژبه وليکل ، هغه ځان ،اولاد ،شتمني ټوله دافغانستان دخلکو دپاره قربان کړه ، ولي په عوض کې څه وليدل؟ اودې ولس څه ورکړل؟، دعلي تحصيلاتو وزارت ،دکندهار پو هنتون اودکند هار ټولو ويب پاڼو او مطبعاتو دهغه نوم هم پر ټلويژون يا را ډيواويا هم پر خپلو ويب پاڼو را نه وړی ، قضاوت دي خلک او منورين وکړي…. دلته زما دنظره په لومړي سر کښي دولتي چارواکي مسؤل ګڼم ، خو په دوهمه بر خه کي هغه رسانۍ چي دکندهار دخوا خپريږي او خپله دکندهار دپوهنتون ريس او چارواکي بايد ځانونه مسؤل وګڼي . ددرويزه اڅکزي ياددي په خير وي :ډاکټر درويزه دپښتو ژبي دپاره هر څه کړي دي ، چي په لنډه توګه يې يادولای سو:
لومړی : دکيميا په باب دلسو علمي اثارو ليکل په پښتو ژبه، په پښتو ژبه دډکشنرې جوړول په کيميا کي ، دجرمني څخه په پښتو ډيکشنري ،دپيام افغان تلويژون سره دوه سا عته مرکه ، داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني په نشراتي ارګان ملي هنداره کي يو صفحه دساينس اوعلم تر عنوان لاندي ، چي دشکري دناروغۍ په باب يې په پرله پسې شمارو کي مضمونونه ور کړي دي ، په المان کي دلومړی ټولګي څخه بيا تر دريمي ټولګۍ پوري پښتو الماني تدريسي کتابونه او نور ډير هغه څه چي زموږ ولس ورته ضرورت درلود دعلم په دنيا کې ډول ، ډول خدمتونه تر سره کړي دي .
خو داچي اوس زموږ په منځ کي نه سته ، زموږ ټولو دفرهنګ مينه والو دنده بولم ، چي دنوموړي لوړ انسان په باب خپروني وکړي او نور داسي کسان تشويق سي ، چي اينده ته دي ددې خاوري دخدمت مصدر وګرځي .حتا دکندهار دچارواکو څخه توقع داده چي يوه علمي مؤسيسه يا کتابخانه دي دمرحوم درويزه په نوم ونوموي .
په پای کي زه دځان او خپلو انډيوالانو، کورنۍ دلوري دمرحوم درويزه اڅکزي روح ته دوعا کوم او دخدای څخه ورته جنت فردوس غواړم او په همدغه ډول دمر حوم درويزه اڅکزي وګورنۍ او دوستانو ته دزړه له کومي دزړه صبر غواړم او دنوموړي نا اګاهانه مرګ دهيواد دپاره يوه لويه ضايع ګڼم .
انالله وانااليه را جعون
داحمدشاه بابا دعلمي ـ ادبي ټولني مشر