کور / سپورټي / دشپې په رڼاکې خوب کول ودماغ ته نقصان رسوی

دشپې په رڼاکې خوب کول ودماغ ته نقصان رسوی

خوب دلله جل جلاله یوله بې مثله نعموتونوڅخه یونعمت دی اوالله جل جلاله فرمایی؛ چی خوب ستاسو لپاره ارام اوسکون دی، داچی اوس داخوب په رڼاکې ښه دی اوکه په تاریکه کې ساینس پوهانوپردې باندی څیړنه کړېده، ځینې خلک خوب دتاریکۍ پرځای په رڼاکې ښه بولی اوخوښوې یی، اوساینس پوهان بیاپه دې انددی چی په رڼاکې خوب ودماغ ته نقصان رسوی د (سوسایټی فارنیوروساینسز) په کلنۍ غونډه کې یولوی نظرداورکول شوچی هغه کسان چی په رڼاکې خوب کوی په هغوکی دروحی تکلیف اوفشار (Tension, Depression) زیات دی، اونښې نښانې ئې له ورایه معلومیږی، اوهغه کسان چی داتوساعتونولپاره په تارېکه کی خوب کوی، په دې کسانوکی هیڅ دروحی تکلیف اوفشارنښې نښانې معلومېږی اوداخلک نسبت وهغوخلکوته چی په رڼاکې خوب کوی ددماغ له پلوه ډېرپه استرحت باندی دی اوداتجربې ډېرې شوی دی اوڅېړنې ئې پایلوته رسېدلې دی .

دانسان دماغ په رڼا اوپه تاریکه کی مختلف هارمونونه پیداکوی، هغه هارمونونه چی په رڼاکی پیداکوی هغه ترهغوهارمونونوچی په تاریکه کی ئې پیداکوی ډېرګټوردی ۔ اوبل داچی په تاریکه کې دخوب حرکت (Cycles) ډېرښه دی نستب ورڼاته، اوپه رڼاکې سترګې داسی اشارې وماغ ته لیږی چی دماغ وپوره ارام ته نه پرېږدې، که څه هم سترګې پټې وې، اوسترګې ئې وارام ته نه پرېږدې .

داخبره په (بیهیویرل برېن رېسرج) څیړنیزه جرېدې کې نشرشویده .