پاکستان: د جلال الدين حقاني زوى وژل سوئ دئ

34 | فبروري 19th, 2010


پاکستاني چارواکو په وزيرستان کي د مولوي جلال الدين حقاني د زوى د مړيني خبر ورکړئ دئ.
د راپورونو له مخي د شمالي وزيرستان په ډنډ او پاخېل سيمو کي دغه بمبارۍ اصلاً د جلال الدين حقاني د زوى سراج الدين حقاني د له منځه وړلو په خاطر ترسره سوي وې، خو تر اوسه دا نه ده معلومه چي سراج الدين ته هم زيان رسېدلئ که هغه روغ دئ.
راپور وايي په دغو حملو کي د محمدحقاني په نوم د مولوي جلال الدين حقاني زوى او درې نور مشهور قومندانان وژل سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024