غزل

رفيع الله مندوخېل | جنوري 7th, 2010


غزل
هیلې مي له دردسره پخلاسوې په یـــــــــــــــوه یـــــــــــــــوه
اوښکې مي له سترګوراجلا سوې په یــــــــــــوه یـــــــــوه
ما چي به ستا نوم پرې اخیستۍ هغه دخیـــــــال تسپې
پرې سوې بې طالبه بې ملاسوې په یـــــــــــوه یــــــــــــــــوه
هغه پخوانۍ توري او زغرې زموږ دپلارنیــــــــــــــــکه
چیري دي چایووړې ټولي غلاسوې په یــــــــوه یـــــــــــوه
څومره پښتنې په پردي جنګ کي کونډي بوري سوې
مینزي سوې بې ستره بې کلاسوې په یــــــــوه یـــــــــــــوه
بخته! زموږ دامن ښایستــــــــــــــــــــه اوتاریخي سیمې
څنګه دسرووينوکربلاسوې په يـــــــــــــــــوه يـــــــــــــــــوه

داؤد بخت مندوخېل

Copyright Larawbar 2007-2024