کور / خبرتیا او پيغامونه / د ولسي خلګو د وژني په اړه د بانکي مون د وينا غبرګون

د ولسي خلګو د وژني په اړه د بانکي مون د وينا غبرګون

په افغانستان کي د ولسي خلکو د وژلو په هکله د بانکي مون د وينا په اړوند د اسلامي امارت غبرګون

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، بانکي مون پخپله وروستني ويناکي ويلي چي په افغانستان کي په سلوکي شل ولسي خلک، د امريکا او دهغي د متحدينو له خوا وژل کيږي او په سلو کي اتيا يي د مخالفينو.

نوموړي دغه وينا په داسي وخت کي کوي چي په افغانستان کي د امريکا له خوا د عام ولس د شهيدانولو په خلاف ، ولسي لاريونونه او اعتراضونه روان دي. همداراز، د افسوس ځاي دي چي د ملګرو ملتونو په شان د نړيوالي موسسي مشر چي ځان بيطرفه هم بولي، د سپيني ماني د خوشحالولو لپاره، په داسي ښکاره توګه د ملګرو ملتونو د بي طرفي اصول له پښو لاندي کوي او د يرغلګرو په حق کي وينا کوي. خو مونږ بانکي مون ته وريادوو چي يوه اونئ د مخه، د کونړ ولايت د نرنګ په ولسوالي کي د ښوونځي تنکي ځوانان چا شهيدان کړل؟ د فراه ، شين ډنډ، قندز ،ننګرهار،لغمان او دهراود خونړي پيښي چي په سلګونو بي وزله ولسي افغانان يي د مرګ له کومي تيرکړل، لا تراوسه زموږ د هيواوالو په ذهن کي تازه دي.

بانکي مون بايد يوځلي پنتا ګون ته سر وردننه کړي او وګوري چي هلته ددي کار لپاره د رواني جنګ او درواغ جوړوني څانګي په رسمي تشکيلاتوکي ورزياتي شوي او اوس فعاليت کوي. دغه څانګي د رواني جنګ د اصولو له مخي عسکرو ته ورښيي چي د خلکو په زړونو کي د ډار اچوني لپاره ولسي خلک ووژنئ ترڅو ستاسي سلطي ته په پټه خوله غاړه کښيږدي او ددرواغ جوړولو څانګه ورزده کوي چي څومره ددښمن په خلاف په ميډيا او ولس کي درواغ خپروي شي، خپاره يي کړي ځکه چي د جنګ ګټلو راز په همدي کي دي.

د سوچ خبره ده چي بانکي مون خو به سهوا او يا ٌقصدا ددغو څانګو لپاره کار نه کوي چي کلۀ ، کله دده د مقام او بي طرفي په خلاف يي داسي ټکي له خولي وزي.

د ملګروو ملتونو عمومي منشي صاحب ته بايد داهم ووايو چي پدي وروستيو وختونو کي د پنتاګون د جنګ د متخصینو له خوا يو تحليل خپور شوي چي په هغه کي يي ويلي چي په افغانستان کي طالبانو د امريکا څخه ابتکار پخپل لاس کي اخيستي دي ځکه چي د طالبانو مشرتا به، د افغانستان د ننه خپلو پلويانو ته لارښوونه کړي چي د ولس سره ښه رويه وکړي . په همدي وجه اوس مونږ نشوکولي ولس د هغوي په خلاف کړو. البته وورسته له دي چي د بهرنيو عسکرو له خوا څومره ملکي تلفات ترسره کيږي، هغه بايد په طالبانو وروتپل شي ترڅو ولس د هغوي نه فاصله ونيسي او په زړونوکي يي کرکه پيداشي.

بانکي مون دداسي ويناوو نه مخکي، بايد يوځلي خپل شا او خوا وګوري چي هلته څه تيريږي. همداراز بانکي مون او د هغه کارفرمايان بايد پوه شي چی د افغانستان ولس او مجاهدين د تيرو دري لسيزو کاري تجربه لري او په ټولو استعماري لوبو او نيرنګونو خبر دي. اوس يي څوک پدغه شان سياسي او عوام فريبانه ويناوو نشي تيرايستلي تاسی باید ښه پوه شی چي داډول یوطرفه قضاوت اوپه پټو سترګودیوه لوری حمایت او دبل لوری ټکول به تا سو او ستاسواداری ته داعبار له حیثه نه جبرانیدونکی خساره واړوی په ټوله نړی او په خاص ډول په افغا نستان کې به مو قدر ډیر کم شی . دافغانستان اسلامي امارت