کور / خبرتیا او پيغامونه / يوسف هيوواددوست :د( لر او بر ) افغان لمر وځلېد

يوسف هيوواددوست :د( لر او بر ) افغان لمر وځلېد

په ډنمارک کې د افغانستان –  ډنمارک د فرهنګي خدمتونو مرکز د مبارکۍ پیغام


د نیټ پر مټ د ( لر او بر ) د پاڼې موسس او چلوونکی ښاغلی عبدالله احسان کاکړ !


د ( لر او بر ) د ویپاڼې درنو کارکوونکو او مینه والو !


د درناوۍ او پېرزوینو سره یو ځای تاسو او ستاسو له لارې د ( لر او بر ) د لوړتیا او پیوستون د سترو ارمانونو د لارویانو او مینانو  سپېڅلي حضور ته  د انترنیت پر مټ د ( لر او بر ) د ویپاڼې د جوړېدو او په کار ولېدو له امله د ځان او زموږ د کلتوري چوپړ د یارانو او دوستانو د زړه له کومې مبارکې او نېکې هیلې وړاندې کول غواړم .


د آسیا په زړه کې د سترې آریانا له   آر  ټبر  څخه رازېږېدلی  ( اپګان ) ولس  د ښکېلاکګرو په شیطاني لاس په لر او بر وېشل شوی
د نړۍ ټولو طاغوتي ځواکونو  له هماغو لرغونو زمانو  بیا تر ننه  په دې او هغې بڼه د ( افغان ) ولس د وېشلو ، زبېښلو ، ښکېلولو او زمولولو  لپاره له هېڅ راز  شیطاني دسیسو او ورانکاریو ډډه نه ده کړې .
هغوي له موږ وېرېدل
زموږ له پیوستون او رغون څخه  ویریږي 
هغوي اوس هم زموږ له تړون او  یون  څخه  ویریږي
او دا ښایي  له دې امله چې
افغان  یا هماغه لرغونی ( اپګان ) یا په بله وینا هماغه د ( پکت او پکتیکا ) بچیان د نړۍ په دغه ستره لمن کې د یو تمدن زېږونکي او پیاوړي  ملت په توګه هرکله هر ډول ښکېلاک او زبېښاک ته د سترګو اغزی و او دی .
نوځکه یې زموږ  پر زړونو چاړه تېره کړه
په لر او بر یې ووېشلو
ویې غوښتل سره بېل مو کړې او بیا مو اېل کړي !
لر او بر  یو تاریخي او لرغونی مفهوم دی
دا یو تاریخ یو باب دی
دا تېریو تاریخ دی
د افغان ولس  پر کور د تېریو تاریخ
زموږ پر زړونو  د چړې راتېرول دي
پر موږ دا هره ناروا راتپل شوې خو هېڅ طاغوتي ځواک ونشو کولای موږ یره بېل کړي
( لر او بر ) هماغه یو ( افغان ) دی
دوه ورونه له یو واحد ارمان سره
د پیوستون ارمان
د  تړون ارمان
دا ارمان یو حق دی او د حق په لاره کې د نورو مبارزینو او مجاهدینو سره دا دی تاسو هم ځان شریک کړ
( لر او بر ) یوه هیله وه او وی به
دا هیله تاسو  هڅاندو ملګرو پیوړې کړه
نوې ساه مو ورکړه
نوی یون او خوزښت مو ورکړ
دا یون مو مبارک شه
دا  مبارک تکل او خوزښت مو مبارک شه
مو پوره باور لرو چې د ( لر او بر ) انترنیتي پاڼه به ستاسو په همت  د ټول افغان د پیوستون ترانه ښه په رسا غږ د هر افغان ( لر وي که بر ) تر غوږونو ورسوئ
موږ درسره یو ، او که مو له لاسه وشي له هېڅ راز مسلکي مرستو په ډډه و نه کړو
( لر او بر )  د ( لر او بر  افغان) په خپلواکۍ غوښتونکي اسمان کې  روښانه لمر دی
او ویاړو چې د ( لر او بر افغان )  لمر وځلېد .



په مینه  مینه
یوسف هېواددوست